ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز خلک په روژه کې د خوراکي توکو بيو له لوړېدو شکايت کوي

د کندوز خلک په روژه کې د خوراکي توکو بيو له لوړېدو شکايت کوي

author avatar
9 Jun 2016 - 13:56
د کندوز خلک په روژه کې د خوراکي توکو بيو له لوړېدو شکايت کوي
author avatar
9 Jun 2016 - 13:56

کندوز ښار (پژواک،٢٠ غبرګولى ٩٥): د کندوز يو شمېر اوسېدوونکي وايي چې د روژې مياشتې په راتلو سره په دغه ولايت کې د خوراکې توکو بيې د تېر په پرتله دوه برابره شوې دي.

هغوى وايي، د دې پر ځاى چې د روژې په مبارکه مياشت کې بيې راټيټې شي؛ خو په افغانستان  په ځانګړې توګه په کندوز کې د توکو بيې لوړېږي چې د خلکو لپاره د ا ندېښنې وړ ده.

د کندوز ښار اوسېدونکي حاجي حليم وويل: "د ټولو خوراکي توکو بيې دوه برابره لوړې شوې دي، نه پوهېږم چې ولې په روژې مياشت کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي، له دولت څخه غواړو څو د داسې سوداګرو او هټۍ والو مخه ونيسي."

د دغه ولايت بل اوسېدونکي کريم د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي؛ خو هېڅ اداره نشته چې بيې کنټرول کړي.

نوموړي زياته کړه: "هټۍ والو تالان پيل کړى، هېڅوک نشته چې پوښتنه يې وکړي؛ يو من پياز له ١٠٠ افغانيو څخه ٢٠٠ ته لوړ شوي دي، يو کيلو لېړوګان (باميه) ١٠٠ افغانيو ته رسېدلي دي؛ زه خو په خپله د اخيستلو توان نه لرم، نو له دولت څخه غواړم چې جدي پاملرنه وکړي."

له کندوز څخه د پژواک راپور له مخې؛ له روژې څخه مخکې د يو کيلو وريجو بيه ٦٠ افغانۍ وه اوس ٨٠ افغانۍ شوې ده، همدا ډول يو کيلو لوبيا بيه له ٥٠ افغانيو څخه ٧٠ افغانيو، يو من پياز له ١٠٠ افغانيو ١٥٠ افغانيو، يو من کچالو له ١٨٠ افغانيو څخه ٢٠٠ افغانيو او يو بوجۍ اوړه له ١٤٠٠ افغانيو څخه ١٨٠٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.

خو کندوز ښاريان د خوراکي توکو د بيو لوړېدو لامل، د افغانيو په نسبت د ډالر ارزښت لوړېدل په ګوته کوي.

دکندوز ښار هټۍ وال شفيق وويل چې ټول خوراکي توکي په ډالرو پېري او د ډالر په لوړېدو سره په روژې مياشت کې د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې دي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه، څو د افغانيو پر وړاندې د بهرنيو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو بيې لوړېدو ته پاملرنه وکړي.

خو د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند مسعود وحدت تاييدکړه چې سوداګرو او هټۍ والو نرخونه لوړ کړي دي؛ خو هغه وويل: "له بده مرغه دا يو فرهنګ ګرځېدلى چې سوداګر خوراکي توکي په روژې مبارکه مياشت کې دوه برابره لوړوي چې دا بېوزلو او بې وسو خلکو لپاره ګرانه ده."

نوموړي يادونه وکړه چې د سوداګرۍ خونې خپلې هڅې ترسره کړي دي او له امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه کېږي څو له دې خونې سره همکاري وکړي چې په ګرانه بيه د توکو خرڅلاو مخه ونيول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.