ښرنه (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د انګور اډې په سيمه کې پاکستاني ملېشه و يواځې دروازه افغان لوري ته سپارلې او نور پوځي تاسيسات له هغوی سره دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې افغان چارواکو ويلي وو چې د انګور اډې تاسيسات افغان لوري ته سپارل شوي دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال هم په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي وو چې انګور اډې تاسيسات افغان لوري ته سپارل شوي دي.
خو د برمل ولسوالۍ د انګور اډې سيمې اوسېدونکي نور ولي پژواک ته وويل چې پاکستاني ملېشه و په دې سيمه کې يواځې دروازه افغان لوري ته سپارلې، نور پوځي تاسيسات اوس هم له هغوى سره دي.
هغه زياته کړه: ((د دروازې درېیو خواوو ته پاکستانيان دي، د هغوی پوځي تاسيسات دي، پوځيان يي دي، يواځې دغه دروازه يې افغانانو ته سپارلې ده.))
د يادې ولسوالۍ د باډر سيمې اوسېدونکي مبارز افغان هم د يادې دروازې په خوا کې پژواک ته وويل چې پاکستاني ملېشه و يواځې د انګور اډې له تاسيساتو څخه دروازه افغان لوري ته سپارلې ده.
ده په اندېښنې سره وويل: ((د دې دروازې ساتل افغانانو ته ډېره سخته ده؛ ځکه درېيو خواوو ته يې د پاکستاني پوځيانو پوستې دي.))
د هغه په وينا، دغه دروازه کله نا کله د افغان ځواکونو له لوري تړل کېږي چې د دروازې تړل کېدل د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي لامل کېږي.
د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي برات خان وزير پژواک ته وويل کله چې دغه تاسيسات افغان لوري ته سپارل کېدل، د سيمې خلک په جريان کې نه وو.
د هغه د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې دغه سيمه د خلکو له لوري ساتل کېده او پاکستاني ملېشه و نه شو کولاى مخ ته راشي خو اوس يې په دې سيمه کې اساسي تاسيسات جوړ کړي دي.
دغه راز د دې ولسوالۍ قومي مشر حاجي اسد پژواک ته وويل چې افغان دولت بايد هر څه ژر دغه دروازه بېرته ونړوي.
هغه وايي: ((که دروازه موږ ومنو نو بيا به پاکستانيان فکر کوي چې موږ د ډيورنډ کرښه منلې ده نو د ولسونو په غوښتنه دې حکومت دا دروازه ژر ورانه کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن