ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا ګمرک ته د راتلونکو مالونو محصول د څو کسانو شخصي جېبونو ته ځي

د پکتیا ګمرک ته د راتلونکو مالونو محصول د څو کسانو شخصي جېبونو ته ځي

author avatar
9 Jun 2016 - 12:03
د پکتیا ګمرک ته د راتلونکو مالونو محصول د څو کسانو شخصي جېبونو ته ځي
author avatar
9 Jun 2016 - 12:03

ګردېز (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٥): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي او ځيني چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ګمرک ډېرې پيسې د کمېشنکارانو او سيمه ييزو چارواکو جېبونو ته ځي.

د خوراکي توکو تر څنګ ځیني نور توکي چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه د ګردېز- ډنډ پټان په لويه لار راوړل کېږي او د پکتيا په ګمرک کې تر محصول وروسته بيا بازار ته عرضه کېږي.

خو د دې لارې يو شمېر موټر چلوونکي له کمېشنکارانو شکايت لري او وايي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يې په غير قانوني لارو د تګ لپاره هڅوي.

د جان محمد په نوم يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې دغه کمېشنکاران د تورو ښيښو په موټرو کې ګرځي او د سيمه ييزو چارواکو ملاتړ هم ورسره دى.

ده زياته کړه: ((دغه کمېشنکاران له تجارانو سره خبرې کوي، بيا يې موټر په فرعي لارو رهنمايي کوي تر څو د ګمرک له محصول څخه بچ شي او يوه اندازه پيسې دغه کمېشنکاران خپل جېب ته واچوي.))

د عالم افريدي په نوم يو بل موټر چلوونکي پژواک ته وويل: ((موږ چې ګمرګ ته را ورسېږو په غلا باندې موټر د پټان له ګمرک څخه را وباسو او دلته بيا کمېشنکارانو سره په مشکل کې يو، د شپې مزل کوو، ډېر خطر هم وي، خو څه وکړو چاره نه لرو.))

يو بل موټر چلوونکي پژواک ته وويل: ((زما نوم معراج دی، کله چې څمکنيو ته راشو، بس په هغو لارو تګ کوو چې کمېشنکاران يې غواړي، ګټه يې دوی اخلي، خو موټر زموږ خرابېږي، ډېر ظلم او زياتی کوي.))

يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي هم دا مني چې د چارواکو د بې غورۍ له امله د ګمرک عوايد کم شوي او تر اوسه يې مخنيوی نه دی شوی.

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي محمد ابراهيم غښتلي پژواک ته وويل چې د يو شمېر فاسدو چارواکو استازي په دغه ولايت کې کمېشنکاري کوي.

غښتلي په دغه فساد کې د پکتيا سيمه ييز چارواکي ښکېل بولي او زياتوي: ((د فاسدو چارواکو نماينده ګان راځي او هغه موټر چې بايد ګمرک شي، په پټه سره پرته له مالي محصول څخه پرېږدي او پيسې يې خپل جېب ته اچوي خو په دې اړه به موږ جدي پلټنې وکړو.))

دغه راز په ولسي جرګه کې د پکتيا بل استازي ګل بادشاه مجيدي هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د پخوا په پرتله د پکتيا د ګمرک د عوايد کچه ټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د پکتيا په ګمرک ډېرې ستونزې دې؛ ځکه عوايد يې ټيټ شوي دي.))

په پکتيا کې مدني فعال انجنير سلطان احمدزی پر دې نظر دی که چېرې په عايداتي ادارو کې د فساد مخه ونه نيول شي، د دغه ولايت په عوايدو کې به نور هم کموالی راشي.

د ا حمدزي په وينا، تر ډېره په دې برخه کې امنيتي چارواکي بې غوري کوي، که چېرې په فرعي لارو کې د بارلرونکو موټرو د تګ راتګ مخه ونيول شي نو موټر چلوونکي اړ دي چې راوړل شوي مواد محصول کړي.

ده و ويل: ((دلته امنيتي چارواکي اقدام نه کوي، دوی دې کمېشنکاران ونيسې او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې معرفي کړي.))

خو د پکـتيا د ګمرک مدير حفيظ الله کمال بيا دا خبره نه مني چې په چارو کې يې د ولايت چارواکي او امنيتي مسوولين لاسوهنه کوي.

کمال پژواک ته وويل، د عوايدو کموالی فساد نه، بلکې هغه خوراکي توکي چې پخوا د پاکستان له لارې راوړل کېدل، اوس د شمالي هېوادونو له لوري افغانستان ته واردېږي.

هغه زياته کړه: ((عوايد ځکه کم شوي چې د وړو واردات اوس د شمال له هېوادونو سره قرارداد شوی. که زموږ له ګمرک په غلا موټر تېر شي، خو موږ ګرم يو او که له بل ځايه ځي نو بيا يې موږ مسووليت نه لرو.))

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې له تېرو دوو اونيو راهيسې يې په فرعي لارو د موټرو د تګ مخه نيولې ده.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ له پژواک ته وويل د ټولو هغه لارو مخه يې نيولې ده چې په پټه توګه موټر پرې بيول کېدې.

ځډراڼ وايي: ((موږ د دې لپاره چې د پکتيا ګمرک عوايد زيات شي، د پوليسو ګرځنده ډلې زياتې کړې او په دې باندې مو څارنه زياته کړې، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا لړۍ به همداسې دوامداره وساتل شي او نور به څوک ونه شي کولاى پرته له ګمرک څخه موټر تېر کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې يواځې د کمرګاتو په برخه نه، بلکې د افغانستان په ټولو ادارو کې فساد هغه لويه ستونزه ده چې خلک ورسره په تېرو ١٥ کلونو کې لاس او ګرېوان دي.

د يادونې ده، د روڼتيا نړيوال سازمان سږ کال اعلان وکړ چې افغانستان د نړۍ په کچه په اداري فساد کې درېيم ځاى لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.