ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: حکومت دې د ننګرهار وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي

مدني فعالان: حکومت دې د ننګرهار وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي

author avatar
9 Jun 2016 - 16:55
مدني فعالان: حکومت دې د ننګرهار وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي
author avatar
9 Jun 2016 - 16:55

جلال اباد (پژواک،۲۰ غبرګولی۹۵): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو پر حکومت غږ وکړ، څو د دې ولايت امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او په تشکيلاتو کې  يې بدلون راولي.

د انسان تښتوونکو پېښې ډېرېدل، د امنيت خرابوالی، د قومي مشرانو وژنې او د ځمکو غصب هغه موارد دي، چې مدني فعالان ترې شکايت کوي.

د غبرګولي په ۲۰مه، د مدني ټولو فعالينو په جلال اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال له حکومته وغوښتل چې بايد ننګرهار ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مدني فعال نوراغا ځواک وويل: ((د ننګرهار امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی، انسان تښتونې ډېرې شوې، په بېلابېلو ولسواليو کې قومي مشران وژل کېږي او اداري فساد ډېر شوی دی.))

ده يادونه وکړه چې مرکزي حکومت بايد د يادو مواردو په تړاو جدي شي او د ننګرهار وضعيت ته ځانګړې پاملرنه ولري.

په ختيځ کې د ځوانانو د ملي يووالي ټولنې مرستيال عبدالرحمن معاون بيا د ولايت پر رهبرۍ نيوکې وکړې، چې ګنې چارې يې کمزورې دي.

هغه وويل: ((د ډېرو ادارو چارواکي پخواني دي او تراوسه بدل نه شول، همدا شان د ننګرهار والي مديريت د پوښتنې وړ دی او نه شي کولی دا  ولايت اداره کړي.))

نوموړي دا يادونه هم وکړه، چې ولايتي اداره د ځوانانو پر وړاندې ستونزې جوړوي او ترمنځ يې بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

هغه پر  حکومت غږ وکړ، څو د ننګرهار لپاره د د ده په وينا، په کار پوه او وړ والي وټاکي.

اخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي بيا دا موضوع رد کړه، چې ګنې د ولايت اداره دې د ځوانانو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.

د والي وياند وايي، په دې وروستيو کې په لسګونو انسان تښتوونکي نيول شوي او ګڼ شمېر کسان د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي دي.

دى زياتوي: ((د ننګرهار والي په خپلو چارو حاکم دی، سږ کال يې ګڼې پروژې پلې او منظورې کړې، ننګرهار ته ډېر بهرني ډيپلوماتان او افغان وزيران راغلل او د همکاريو ژمنې يې وکړې.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.