ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت باید د لویو لارو امنیت خوندي کړي”

“حکومت باید د لویو لارو امنیت خوندي کړي”

author avatar
10 Jun 2016 - 13:02
“حکومت باید د لویو لارو امنیت خوندي کړي”
author avatar
10 Jun 2016 - 13:02

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولى ۹۵): د اصلاح غوښتونکو ځوانانو ټولنې پر لويو لارو د انسان تښتونې د پېښو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او ويې ويل، دا مهال انسان تښتونه پر يو دود بدل شوى او بايد حکومت د لويو لار امنيت تامين کړي.

د يادې ټولنې مشر سيد جواد سلطاني نن په کابل کې له يو شمېر سياسي فعالانو سره د ګډې خبري ناستې پر مهال وويل، په افغانستان کې نا امنيو زور اخيستى او له لويو لارو د مسافرو تښتول د ځوانانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ ناپېژاندو وسله والو يو مسافر وړونکى ٤٠٤ موټر چې له کندوز څخه تخار ته پر لاره و، د يادې لويې لارې په باغ امير سيمه کې درولى او د دغه موټر سپرلي يې له ځان سره بيولي وو چې يو شمېر يې راخوشي شول او د پاتې نورو برخليک لا هم نه دى معلوم.

حکومتي چارواکي تښتونکي وسله وال طالبان بولي.

چارواکي وايي، تېره اوونۍ هم وسله والو طالبانو ۲۰۰ مسافر چې له کابل څخه بدخشان او تخار ته تلل، د کندوز د شين تپې په سيمه کې له موټرو راکوز کړل او له ځان سره يې بوتلل. تر څېړنو وروسته يې ۱۲ تنه ووژل او اته نور تر اوسه ورسره بنديان دي.

سلطاني وويل چې په هېواد کې روانه نا امني د دې لامل شوې چې پر لويو لارو مسافر کښته شي او د د مرګ کومې ته ورسول شي.

هغه زياته کړه: "متاسفانه د تېرو شاوخوا درېیو لسيزو جګړو يواځېني قربانيان ملکي وګړي دي، نو له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې تر هر څه لومړی دې د عام ولس د مرګ ژوبلې مخه ونيسي."

ده ګواښ وکړ، که چېرې حکومت په دې برخه لاس په کار نه شي، نو ډېر ژر د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د عدالت غوښتنې لپاره لاريونونه ترسره کوي.

د نننۍ ناستې ګډونواله او په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې حکومت په قصدي ډول غواړي د هېواد شمالي ولايتونه نا امن کړي.

هغې زياته کړه: "د افغانستان حکومت د جګړې او سولې لپاره منظمه او ټاکل شوې تګلاره نه لري، نو له همدې امله د هېواد شمالي ولايتونه د نا امنه کېدو په حال کې دي."

مېرمن اکبري حکومت تورن کړ چې دوی د لويو لارو د امنيت د ټينګښت لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

سياسي شنونکي او د يادې ناستې ګډونوال ککوجان نيازي هم حکومت په بې کفايتۍ تورن کړ او ويې ويل: "له دې سره سره چې په وروستيو درې څلورو ورځو کې ډېر مسافرين تښتول شوي، خو متاسفانه چې حکومت يې د خلاصون لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.