میمنه (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۵): د فاریاب چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د ولایتي شورا د یوه وکیل او د پاڅونوالو د یوه قوماندان د کسانو تر منځ نښته کې تر لسو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلچراغ ولسوال میرویس داوودزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولایتي شورا د وکیل سمیع خیرخواه او قوماندان غفور د کسانو ترمنځ یاده نښته له پشلمي وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې د خیرخواه یو ساتونکی د قوماندان غفور د کسانو له خوا بې وسلې شو.
هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې له هاوان او راکټ څخه کار اخیستل کېږي، مرګ ژوله او زیان په کې رامنځته شوی خو کره شمېرې نشته، ځکه جګړه تر اوسه (د غرمې ۱۲ بجې) روانه ده.
هغه زیاته کړه چې د جکړې د ختمېدو لپاره یې د فاریاب له والي مرسته غوښتې او ډېر ژر به پلاوی او ځواکونه ور ور ورسېږي.
قوماندان غفور د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند اړوند او سمیع الله خیرخواه د دغه ګوند یو له پلویانو دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي پژواک ته وويل چې د سمیع خیرخواه له خپلوانو تر اوسه د ابراهیم پهلوان، عبدالعلیم، شکور او خلیفه امان په نومونو څلور کسان وژل شوي او اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه راز د ولایتي شورا د غړي پر کور د راکټ د یوې مرمۍ د لګېدو له امله د هغه مور وژل شوې او خور یې له دوو ماشومانو سره ټپیان شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې وغوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل چې همدا اوس (۱۲ بجې) د ولایت له لوري د پلاوي طیاره بلچراغ ولسوالۍ ته ور رسېدلې خو یاد وکیل کور لا هم د قوماندان غفور د کسانو تر کلابندۍ لاندې دی.
هغه زیاته کړه که سمیع خیرخواه ځان د ولسوالۍ ودانۍ ته رسولی دی.
هغه زیاته کړه، د دې نښتې د رامنځته لامل دا دی چې یو کال مخکې د روژ په میاشت د حاجي الله بیردي په نوم یو قومي مشر د پاپېژاندو کسانو له خوا ووژل شو، خو سمیع الله قوماندان غفور پر دې وژنه متهم کړی و.
د یادونې وړ ده چې هماغه مهال د طالبانو یاند قاري یوسف احمدي د دې وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن