د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اوباما په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو واکونه زيات کړل

اوباما په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو واکونه زيات کړل

Jun 11, 2016 - 12:07

واشنګټن (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو ځواکونو واکونه زيات کړي ، چې له مخې يې اوس هغوى کولى شي، د وسله والو پر ضد پراخ  عمليات ترسره کړي.

په واشنګټن کې  له سپينې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اوباما لخوا ددې نوې پرېکړې له مخې به افغان ځواکونه وکولى شي په ښه توګه د امريکايي ځواکونو په همکارۍ د ترهګرو پر ضد عمليات پرمخ يوسي.

سرچينې زياته کړې، د نوې پرېکړې له مخې به امريکايي ځواکونه د  وسله والو طالبانو پر ضد پراخ  هوايي عمليات ترسره کولى شي او په بېلا بېلو برخو کې به له افغان ځواکونو سره هر ډول مرستې هم وکړي.

سپينې ماڼۍ ويلي چې د ولسمشر دې پرېکړې سره به دافغان ځواکونو مهارتونه او وړتياوې هم زياتې شي، ځکه چې امريکايي پوځي چارواکي او قوماندانان به له افغان ځواکونو سره د روزنې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

خو په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې يواځې د  امريکا بحري او هوايي ځواکونه همکاري کوي، ځمکنۍ قواوې په کې شاملې نه دي

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement