کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ۹۵): د ولسي جرګې غړي د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان ته په رايه ورکولو سلا نه شول او دغه چاره بلې ورځې ته وځنډېده.
د اساسي قانون په ٧٩ مه ماده کې راغلي:" حکومت کولى شي د ولسي جرګې د تعطيل په حالت کې له بوديجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب کړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشېح وروسته د قانون حکم پيدا کوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د ٣٠ ورځو په اوږدو کې هغې ته وړاندې شي. او که د ملي شورا له خوا رد شي اعتبار نه لري."
په ټاکنيز نظام کې اصلاحات د ملي يوالي حکومت د جوړېدو د سياسي هوکړې يوه برخه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني، همدې هوکړې ته په پام تېرکال د چنګاښ په مياشت کې د ملي شورا د دوبي رخصتيو پر مهال د ټاکنيزو اصلاحاتو په موخه لومړنی فرمان صادر کړ، خو د ملي شورا له خوا رد شو.
ولسمشر تېر کال په کب مياشتې کې د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو پر مهال په دې اړه بل فرمان صادر کړ، چې د جرګې کمېسيونونو پرې بحثونه کړي و او ټاکل شوې وه چې نن يې په اړه د جرګې په عمومي ناسته کې د جرګې د غړو رايه واخيستل شي.
په نننۍ غونډه کې د يادې جرګې غړي شريفي بلخابي وويل چې د ياد فرمان په اړه د کمېسيونونو په ګډه لومړۍ او دويمه ناسته کې ځينو کمېسيونونو ياد فرمان رد کړى، ځينو د تعديل وړانديز کړى او ځينو تاييد کړى دى.
خو هغه وويل چې په دې اړه په درېيمه ناسته کې يواځې يو اختلافى مورد شتون درلود.
ده د ياد اختلافي مورد په اړه وويل، په فرمان کې راغلي چې د ټاکنيزوکمېسيونونو د غړو په ټاکلو کې بايد د حکومت له اجرايي رياست سره هم مشوره وشي.
د جرګې نورو غړيو په دې اړه بېلابېلې څرګندونې او نيوکې کولې، ځينو ويل چې فرمان دې رايو ته وړاندې شي، خو ځينو دا خبره نه منله.
د ولسي جرګې غړي فرهاد عظيمي وويل، که فرمان رد شي نو خلک به وايي چې دغې جرګې ټاکنې برمته کړې دي او که تاييد نه شي دا وېره شته چې د ټاکنيزو کمېسيونونو غړي هم د حکومت مشران په خپلو کې سره ونه وېشي.
د جرګې بل غړى محمدداوود کلکاني هم وايي وېره لري چې که ياد فرمان تاييد شي، حکومتي چارواکي به د ټاکنيزو کمېسيونونو د غړيتوب څوکۍ سره ووېشي او دغه راز به داسې زمينه برابره کړي چې يواځې د حکومت د مشرانو کسان ولسي جرګې ته لار ومومي.
هغه دعوه کوي او وايي:" د هغو راپورونو له مخې چې موږ ته رسېدلي، د ولسي جرګې څوکۍ د ولسمشر او حکومت د اجرايي رييس تر منځ وېشل شوې دي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن