کندهار (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٥): په داسې حال کې چې په کندهار کې د مېوو او نورو کرنيزو محصولاتو د رسېدو وخت په را نږدې کېدو دى، سوداګر يې د صادرولو په برخه کې شته ستونزو ته اندېښمن دي.
د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي، له دې ولايت څخه مېوې او کرنيز محصولات د پاکستان بېلابېلو ښارونو او له دې لارې هندوستان ته صادرېږي، خو دغه مهال د هغوى د صادراتو پر وړاندې ځينې ستونزې هم موجودې وي چې سوداګرو، باغ لرونکو او کروندګرو ته درانه زيانونه اړوي.
دوى زياتوي، وخت په وخت د پاکستانيو ځواکونو له خوا په ورځو ورځو د پولې تړل، سوداګرو ته پر وخت د وېزې نه ورکول، له سوداګرو ناقانونه پيسې اخيستل او ګڼې نورې هغه ستونزې دي چې هر کال د صادراتو پر مهال ورسره مخ وي.
سوداګر وايي، که د صادراتو له پيل وړاندې يادې شوې ستونزې حل نه شي، نو د تېر په څېر به يو ځل بيا درانه زيانونه ور واوړي.
د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې د خټکيو، هندواڼو، انګورو او نورو مېوو د رسېدو وخت نږدې شوى، خو هغوى يې صادرولو ته اندېښمن دي.
هغه زياته کړه، د سوداګرو لومړۍ ستونزه دا ده چې د مېوو د صادرولو پر مهال د پاکستان وېزه ناوخته تر لاسه کوي.
دى وايي، ډېر مهال سوداګرو په موټرو کې مېوې بار کړې وي او د پاکستان وېزې ته انتظار وي، چې د ځنډ له امله خرابېږي او هغوى ته زيات زيان اوړي.
نوموړي دغه راز د پاکستان د ځواکونو له خوا د پولې تړل کېدل هم جدي ستونزه ګڼي او وايي هر کال د همدې ستونزې له امله د دې ولايت سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
حاجي ناني اغا د بېلګې په توګه تېر کال د دوبي په موسم کې د پولې تړل کېدل ياد کړل چې پاکستاني ملېشو د څو ورځو لپاره تړلې وه او له همدې امله لسګونه لارۍ انګور خراب او وروسته په نيمه بيه ليلام شول.
نوموړي دغه راز له افغان سوداګرو په ناقانونه توګه د پيسو اخيستل هم جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل چې پاکستاني ځواکونه په يوه او بله بهانه سوداګر ځوروي او له هغوى پيسې اخلي.
هغه د يادو شوو ستونزو حل وغوښت او ټينګار يې وکړ چې د صادراتو له پيل مخکې دې يې د هواري لپاره جدي اقدامات وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن