جلا ل اباد(پژواک،۲۳ غبرګولی ۹۵):د ډیورنډ پر فرضې کرښې تورخم کې د دروازې دلګولو په غبرګون د افغان ځواکونو له پاکستاني ملېشو سره وسله وال جګړه پيل شوې ده.
په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال ايوب حسين خېل د غبرګولي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا نښته نن ماخستن له نهو بجو وروسته پيل شوې او تراوسه (۱۰ بجې ) دوام لري.
حسين خېل وويل: ((پاکستاني مېلشو د نړيوالو قوانيو خلاف او زموږ له اګاهۍ پرته کابو نهه بجې غوښتل د تورخم پر مزي دروازه نصبه کړي. موږ د دې کار مخه ونيوله او جګړه مو ورسره پيله کړه.))
هغه په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ويل؛ خو يادونه يې وکړه، ترڅو چې مو ساه په تن کې وي د تورخم دروازه رانه نه شي لګولی، زموږ سرتېري عالي مرال لري.))
د سرحدي ځواکونو يوه سرتېري د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل: ((تراوسه زموږ خوا ته مرګ ژوبله نه شته، د پاکستان له لوري د توپونو بريدونه هم کېږي، جنګ دواړو خواو ته شديد دی.))
د تورخم ښارګوټي يوه اوسېدونکي عمران الله پژواک ته وويل، دواړه خواو ته د سپکو او درندو وسلو ډزې اورېدل کېږي خو جګړه د ځايي خلکو له کورونو لرې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼي په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ د جګړه خبر تاييد کړ ؛ په دې اړه يې ډېر څه ونه ويل.
پاکستاني لوري تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن