ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو د فرهنګي ميراثونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د باميانو د فرهنګي ميراثونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
12 Jun 2016 - 18:30
د باميانو د فرهنګي ميراثونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
12 Jun 2016 - 18:30

باميان (پژواک،٢٣غبرګولى ٩٥): د باميانو ولايت د فرهنګي ميراثونو مرکز، د تاريخي ابداتو خونديتوب په موخه، د پنځه نيم ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د کوريا په مرسته جوړېږي.

مسوولين وايي چې دا سترفرهنګي مرکز؛ د نندارتون يو تالار، اديتوريم، د ورکشاپونو  جوړولو لپاره جلا خونې، درسي خونې، چايخانه او د عامه پلور او پېر لپاره مرکزونه شتون لري، کولى شي چې د باميانو هنر او فرهنګ ، د ځوانانو څېړنيز او روزنيز، د عامه خلکو لپاره د تفريح مکان او د سيمه ييزې اقتصادې  ودې  او پراختيا په برخه کې يو ارزښتناک مرکز وي.

د باميانو والي محمد طاهر زُهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مرکز به ١٨ مياشتوکې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

نوموړي زياته کړه :" موږ د کوريا له دولت او يونسکو فرهنګي سازمان څخه مننه کوو، چې ددې مرکز نقشې، بوديجې او جوړولو په برخه کې يې له افغانستان سره مرسته کړې ده او دا کار د ستاينې او مننې وړ دى."

د کور او ښارجوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري په دې محفل کې وويل په تېرو کلنو کې چې بايد کومه پاملرنه د باميانو ولايت ودې او پراختيا ته شوې وه، هغسې نه ده شوې.

خو نوموړي زياته کړه چې باميان د ودې او پراختيا لپاره زيات پټ استعدادونه لري  او کولى شي هېواد کې د نړيوال ګرځندوى برخې ودې او جذب لپاره  د يو مهم مرکز نقش ولوبوي او د دولت لپاره پر يو مهم اقتصادي بنسټ بدل شي.

افغانستان کې د کوريا سفير چين کيهون وويل دا پروژه به د کوريا او افغانستان تر منځ د دوستي د دوام لامل وګرځي او هيله ده چې له دې مرکز څخه سمه ګټه واخيستل شي.

نوموړي زياته کړه :" ټاکل شوې وه چې دا پروژه مخکې کلونو کې ترسره شي؛ خو ځينې ستونزې ددې پروژې تطبيق وځنډاوه او نن ددې سترې فرهنګي پروژې بنسټ ډبره ږدو."

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو مسوول احمد حسين احمد پور وويل چې دا مرکز ځانګړى اهميت لري او پخوا ټول تاريخي اثار په غيرمعياري ډول ساتل کېدل او باميانو کې هېڅ موزيم شتون نه درلود؛ کشف شوي تاريخي اثار د بودا مجسمې ترڅنګ په خټينو خونو کې ساتل کېدل.

نوموړي زياته کړه چې د باميانو فرهنګي ميراثونو ددې مرکز په جوړولو سره چې موزيمونه هم په کې جوړېږي، ټول تاريخي او کشف شوي اثار به د ټولو خلکو نندارې ته وړاندې شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.