ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا نوي امنیه قوماندان له فساد سره جدي مبارزه خپل لومړیتوب کې وبلله

د پکتیکا نوي امنیه قوماندان له فساد سره جدي مبارزه خپل لومړیتوب کې وبلله

author avatar
12 Jun 2016 - 11:34
د پکتیکا نوي امنیه قوماندان له فساد سره جدي مبارزه خپل لومړیتوب کې وبلله
author avatar
12 Jun 2016 - 11:34

ښرنه (پژواک، ٢٣ غبرګولى٩٥): د پکتيکا نوى امنيه قوماندان وايي چې له اداري فساد سره جدي مبارزه او د امنيت ټينګښت يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

دغه څرګندونې د پکتيکا نوي امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د غبرګولي په ٢٣مه له خبريالانو سره وکړې.

هغه وويل چې د امنيت د ټينګښت لپاره به د دغه ولايت له قومي مشرانو، ديني عالمانو او خلکو سره ناستې ولري او له اداري فساد سره به رښتني مبارزه وکړي.

هغه زياته کړه: ((له فساد سره رښتنې مبارزه کوم، که پوليس او يا هم بل څوک په اداري فساد کې ګير شو نو قانوني چلند به ورسره وکړم.))

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا ځيني اوسېدونکي بيا په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په اړه ډاډمن نه دي.

د پکتيکا د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي عين الدين پژواک ته وويل چې چارواکي د خپلو دندو د ساتلو په موخه د امنيت د ټينګښت په اړه څرګندونې کوي.

ده وويل: ((دغه ډول څرګندونې دوی د خپلو څوکيو ساتلو لپاره کوي، دلته هره ورځ جګړې دي په چاودنو او جګړو کې ټوله ورځ پوليس، خلک او نور ځواکونه وژل کېږي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، له تېرو دوو کلونو راهيسې وسله والو طالبانو د وازېخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو لارې له مرکز ښرنې سره تړلې دي خو امنيتي ځواکونه يې د پرانيستلو توان نه لري.

ده وويل چې دولتي چارواکي يادو ولسواليو ته د هوا له لارې ورځې او اکمالات يې هم د هوا له لارې ترسره کېږي.

دغه راز د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو پوستو کې اوس هم د پوليسو خيالي تشکيلات شته دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ګيلان ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او دې ولسوالۍ ته تر اوسه ولسوال او امنيه قوماندان نه دي ورغلي.

خو د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي بيا وايي چې په دغه ولايت به د پوليسو خيالي پوستې او خيالي تشکيل له منځه يوسي او امنيت به يې ټينګ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.