ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ولسمشر کولى شي د ټاکنيز نظام سمون په اړه تقنيني فرمان د اجرا وړ وګرځوي”

” ولسمشر کولى شي د ټاکنيز نظام سمون په اړه تقنيني فرمان د اجرا وړ وګرځوي”

author avatar
12 Jun 2016 - 17:49
” ولسمشر کولى شي د ټاکنيز نظام سمون په اړه تقنيني فرمان د اجرا وړ وګرځوي”
author avatar
12 Jun 2016 - 17:49

کابل (پژواک، ٢٣غبرګولى ٩٥): ځينې حقوق پوهان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې مهمې بولي او وايي چې ولسمشر دې ټاکنيز نظام کې د سمون په اړه تقنيني فرمان، د ولسي جرګې له تاييد او يا رد پرته د اجرا وړ وګرځوي.

په ټاکنيز نظام کې اصلاحات د ملي يووالي حکومت د هوکړه ليک يوه برخه ګڼل کېږي.

ولسشمرمحمد اشرف غني ياد هوکړه ليک ته په پام سره د تېر کال چنګاښ مياشت کې د ملي شورا دوبنيو رخصيتو پرمهال ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو لومړى تقنيني فرمان صادر کړ؛ خو د ملي شورا له لوري رد شو.

 ولسمشر تېرکال کب مياشت کې د ژمنيو رخصتيو پرمهال په دې اړه بل فرمان صادر کړ  او د ولسي جرګې له پرونۍ پرېکړې سره سم، به نن ددې جرګې د کمېسيونونو ګډه غونډه کې پر دې فرمان بحث کېږي.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاده شهلا فريد وايي چې ولسي جرګه د قانون خلاف په شپږم کال کې خپل کار ته دوام ورکوي، د تقنيني فرمانونو د تاييد او رد حق نه لري؛ ځکه په غيرقانوني توګه خپل کار ته دوام ورکوي.

د اساسي قانون د ٨٣ مادې له مخې، بايد د ولسي جرګې ټاکنې د ٣٠ او ٦٠ ورځو تر منځ د تېرکال چنګاښ له لومړۍ نېټې څخه  وړاندې ترسره شوې واى؛ خو تر اوسه دا کار نه دى شوى او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ١٣٩٥ کال تلې ٢٤ مه د ټاکنو د ترسره کولو ورځ اعلان کړې ده.

همداراز د اساسي قانون په ١٠٩ ماده کې راغلي دي:"  د تقنيني  دورې په وروستني يوكال كې د انتخاباتو دقانون د بدلېدو پيشنهاد د ملي شورا د كار په لېست كې نه شي نيول كېدلاى."

شهلا فريد وويل چې ولسمشر کولى شي ياد تقنيني فرمان د اجرا وړ  وګرځوي.

 دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون په ٧٩ ماده کې راغلي دي :"  حكومت كولاى شي د ولسى جرګې د تعطيل په حالت كې له بوديجې او مالي چارو پرته ، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشيح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې ترجوړېدو وروسته د ديرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي. اوكه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي."

استاد شهلا تاييد کړه چې د اساسي قانون د يادې مادې له مخې، بايد تقنيني فرمان ولسي جرګې ته واستول شي؛ خو اوسنۍ ولسي جرګه قانوني نه ده؛ ځکه د کار موده يې پاى ته رسېدلې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د يوه فرمان له مخې، د ټاکنو د ترسره کولو پورې د ولسي جرګې موده  وغځوله .

مېرمن شهلا د ولسمشر فرمان له مخې د ولسي جرګې کار مودې غځولو په اړه وويل چې د ولسمشر دا کار له قانون سره په ټکر کې دى؛ ځکه په هېڅ قانون کې نه دي راغلي چې د ولسي جرګې کار موده دې وغځول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.