ايبک (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٥): د ملي امنيت رياست وايي، د سمنګانو په مرکز ايبک ښار کې يو تن چې غوښتل يې د موټرسايکل بم په وسیله ځانمرګى بريد وکړي، نيول شوى دى.
د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه کې چې نن يې خپره کړې راغلي چې د دغه رياست موظفينو په ايبک ښار کې يو تن چې لعل محمد نومېږي او پر عاشق الله مشهور دى، مخکې له دې چې د چاودېدونکو توکو د ډک موټرسايکل له لارې په دغه ښار کې ځانمرګى بريد وکړي، ونيو.
سرچينه ليکي چې لعل محمد د طلحه په نوم د طالبانو د يوه قوماندان په لارښونه دغه بريد تر سره کاوه.
په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي چې لعل محمد څه وخت نيول شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن