ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانان د پاکستان د يرغل پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي”

“افغانان د پاکستان د يرغل پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي”

author avatar
13 Jun 2016 - 15:00
“افغانان د پاکستان د يرغل پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي”
author avatar
13 Jun 2016 - 15:00

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٥): د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير وايي چې پنځه زره کسان له وسلو او مهماتو سره چمتو دي څو پر افغان خاوره د پاکستان د يرغل پر وړاندې د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ له خپلې خاورې دفاع وکړي.

تېره شپه د پاکستاني پوځيانو له لوري په تورخم کې د دروازې لګولو او اغزن سيم په غځولو سره د افغان سرحدي ځواکونو او ياد هېواد پوځيانو تر منځ نښته رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې، دا نښته چې اووه ساعته يې دوام وکړ، يو افغان سرحدي سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

همداراز راپورونه رسوي چې په دې نښته کې څه باندې ٢٠ پوځيان وژل شوي او ټپيان دي، په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو شته پوستې او دفترونه هم سوځول شوي دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د تورخم د تېرې شپې نښتې ته په اشارې سره وويل: "له ډېرې مودې راهيسې د پاکستان له خوا په مستقيم او غير مستقيم ډول يرغل دوام لري."

د يادونې ده، له تېرو څو کلنو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان سرحدي سيمې د پاکستان توغندويي بريدونو هدف ګرځي په يادو بريدونو کې ځاني او مالي مرګ ژوبله اوښتې ده.

ظاهر قدير وويل چې د پاکستان حکومت د ياد هېواد په خاوره کې د امريکا بې پيلوټې الوتکې بريد کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته په بې شرمانه ډول او بېلابېلو پلمو داسې ګامونه اخلي څو افغان حکومت او ولس تر فشار لاندې راولي.

نوموړي زياته کړه: "له خپلو امنيتي ځواکونو څخه چې تېره شپه يې مقاومت کړى دى، مننه کوم، د دغه هېواد د يو وګړي په توګه پر حکومت غږ کوم که سرتېرو ته اړتيا لري، ټول خلک چمتو دي څو د خپلو امنيتي سرتېرو تر څنګ ودرېږي."

نوموړي زياته کړه: "زه د جګړې توان لرم، همدا اوس پنځه زره کسان له وسلو، ډوډۍ او مهماتو سره چمتو دي څو زموږ پر خاوره د پاکستان او يا کوم بل هېواد يرغل پر وړاندې ودرېږي او جګړه وکړي."

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمدنعيم حميدزي لالي هم وويل چې پاکستان د اصولو له مخې نه شي کولى چې د افغانستان په سرحداتو کې دروازه ولګوي.

نوموړي همداراز زياته کړه چې خلک چمتو دي څو د پاکستان ښکاره تېري پر وړاندې ودرېږي او له خپلې ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي حکومت ته په خطاب کې وويل: "ملي شورا ستاسو تر څنګ ولاړه او خدمت کې مو ده، پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په سرحدونو کې دروازه نصب کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.