کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٥): حکومت د ولسي جرګې له خوا د تقنيني فرمان نه تصيبول د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بولي او وايي، د ټاکنو د ترسره کولو لپاره به ټول کوښښونه ترسره کړي.
ولسي جرګې، نن د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، واکونو او دندو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د رايو په اکثريت رد کړ.
خو د ولسمشر وياند محمد هارون چخانسوري نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا صلاحيتونو ته په بشپړ درناوي د تقنيني فرمان نه تصويبول، د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بولي.
ده زياته کړه، حکومت او خلکو توقع لرله چې د قانون له موادو سره د وکيلانو د عدم موافقې په صورت کې به خپل د پام وړ تعديلات وړانديز او وروسته قانون تصويب کړي، چې د اصلاحاتو بهير بشپړ او د انتخاباتو د ترسره کولو تياری چټک کېده.
د هغه په وينا، د ملي امنيت شورا د غړو د موافقې او د ولسمشر د هدايت پر بنسټ اساس د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو په رهبري دوو ځانګړو کمېټو د ټولټاکنو د امنيت د تامين او د مالي منابعو د موندلو لپاره کار پيل کړی دی.
دى وايي، ولسمشر په همدې اړه ملګرو ملتونو ته د ټاکنوز د ترسره کولو د ارزښت او دې پروسې ته د نړيوالو مرستو د جلبولو په خاطر ليک استولی دی.
چخانسوري زياتوي، د افغانستان حکومت به د ولسي جرګې د نوي تصميم په رڼا کې د ملي شورا او د ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول کوښښونه ترسره کړي او په همدې موخه به له حقوقي څېړنو او اړوندو بنسټونو، سياسي ګوندونو او مدني بنسټونوسره له مشورې وروسته د اصلاحاتو بهير تعقيب کړي.
په ټاکنيز نظام کې اصلاحات د ملي يووالي حکومت د جوړېدو د سياسي هوکړې يوه برخه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني همدې هوکړې ته په پام تېر کال د چنګاښ په مياشت کې د ملي شورا د دوبي رخصتيو پر مهال د ټاکنيزو اصلاحاتو په موخه لومړنی فرمان صادر کړ، خو د ملي شورا له خوا رد شو.
ولسمشر تېر کال په کب مياشتې کې د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو پر مهال په دې اړه بل فرمان صادر کړ.
دغه فرمان د ولسي جرګې د کمېسيونونو له خوا تر بحث وروسته نن (د غبرګولي ٢٤مه) د يادې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو او په پايله کې له حاضرو ١٥٣ غړو څخه ١٢٦ تنو ياد فرمان ته د رد رايه ورکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن