ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا د همجنس بازانو پر کلب بريدګر څوک و؟

د امريکا د همجنس بازانو پر کلب بريدګر څوک و؟

author avatar
13 Jun 2016 - 11:29
د امريکا د همجنس بازانو پر کلب بريدګر څوک و؟
author avatar
13 Jun 2016 - 11:29

کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٥): يوه ٢٩ کلن وسله وال کس پرون د امريکا د فلوريډا ايالت د اورلينډو ښار د همجنس بازانو پر يو کلب بريد وکړ چې په کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

راپورونه وايي چې په دغه بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي او شاوخوا ٥٣ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د پوليسو په ځوابي بريد کې ٢٩ کلن بريدګر عمر متين هم وژل شوى دى.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پر يادې پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې او دا يې ترهګريز بريد ګڼلى دى.

دغه ٢٩ کلن بريدګر عمر ميرصديق الله متين نومېده، په امريکا کې زېږېدلی او مور پلار يې افغاني الاصله امريکايان دي.

امريکايي چارواکو ويلي چې متين په نيويارک کې زېږېدلى  او اوس مهال د فلوريډا ايالت د اورلينډو  ښار په يوه کلي فورت پيرس کې يې ژوند کاوو.

د هغه کلى د پېښې له ځاى څخه د موټر دوه ساعته د سفر په واټن کې موقعيت لري.

امريکايي رسنيو ويلي چې عمر متين واده کړى  او يو درې کلن زوى هم لري.

د عمر متين پلار مير صديق په  امريکا کې د افغانانو په يوه تلويزيون کې دنده لري او هلته يو پروګرام پر مخ بیايي.

مير صديق امريکايي تلويزيون اين بي سي ته ويلي چې زوى يې مذهبي نه و، خو له همجنس بازۍ سره سخت مخالف و او په همدې موخه يې پر کلب بريد کړى دى.

ده زياته کړې: ((دوه مياشتې مخکې کله چې يې زوى په عام محضر کې دوه همجنس بازان له يو بل څخه د مچي اخيستلو پر مهال ليدلي وو، نو سخت غوسه و.))

مير صديق پر يادې پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې او زياته کړې یې ده چې د نورو امريکايانو په څېر دى هم دردېدلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.