ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې يوځل بيا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ  جګړه پيل شوه

په تورخم کې يوځل بيا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه

author avatar
13 Jun 2016 - 17:00
په تورخم کې يوځل بيا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ  جګړه پيل شوه
author avatar
13 Jun 2016 - 17:00

جلال اباد(پژواک،٢٤غبرګولى٩٥): چارواکي وايي چې يوځل بيا په تورخم کې د افغان او پاکستاني  ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه.

د ٣٠١سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر شاوخوا ٤:٣٠ بجې په تورخم کې يو ځل بيا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه.

حسين خېل وايي: (( هغوى ډزې پيل کړي او اوس  موږ هم پرې ډزې کوو.))

په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

د يادونې ده چې پرون شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري په تورخم کې د اغزن سيم او دروازې لګول، د افغان او ياد هېواد د سرحدي ځواکونو تر منځ د شخړې لامل شول.

د راپورونو پر بنسټ، په دغه  اووه ساعته نښته کې يو افغان پوله ساتى سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز راپورونه وايي چې په دغه نښته کې له ٢١ پاکستاني  ځواکونه وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.