ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز سلګونه ځوانان له لوړو زده کړو محروم دي

د نيمروز سلګونه ځوانان له لوړو زده کړو محروم دي

author avatar
14 Jun 2016 - 12:35
د نيمروز سلګونه ځوانان له لوړو زده کړو محروم دي
author avatar
14 Jun 2016 - 12:35

زرنج (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): په نيمروز کې د دولتي پوهنتون نشتوالى د دې سبب شوى چې د دغه ولايت ګڼ ځوانان له لوړو زده کړو بې برخې شي.

خالد د نيمروز ولايت هغه ځوان دى چې د دوولسم ټولګي له فراغت وروسته نه دى توانېدلى چې لوړې زده کړې وکړي.

هغه وويل: ((زما په څېر د دغه ولايت سلګونه ځوانان د دوولسم ټولګي له فراغت وروسته د کمزوري اقتصاد په سبب نه دي توانېدلي چې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، دا چې په دولتي او غير دولتي ادارو کې دوولسم پاس ته ډېر کم د کار امکانات شته، نو سخت ځورېږي.))

د دغه ولايت د دوولسم ټولګې يوې بلې فارغې زرغونې چې غواړي دارالمعلمين ته شامله شي، پژواک ته وويل: ((په نيمروز کې له دې کوم بل لوړ تحصيلي بنسټ نشته، مالي وضعيت مې هم ښه نه دى چې نورو ولايتونو ته د زده کړو د دوام لپاره لاړه شم، غواړم چې دارالمعلمين ووايم.))

هغه زياته کړه، يو شمېر نجونې چې له ١٢ ټولګي نه فارغېږي، د کاري او تحصيلي فرصتونو د نشتوالي په سبب اوس مهال په کور ناستې دي.

په نيمروز ولايت کې په خصوصي پوهنتونونو کې د  لوړو زده کړو ترسره کول زيات لګښت غواړي.

د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د يواځېني خصوصي پوهنتون محصل عبدالغفار پژواک ته وويل چې د هر سمستر پر سر پوهنتون ته ٢٤ زره افغانۍ ورکوي چې دا ورته ډېرې ګرانې تمامېږي.

هغه له حکومته وغوښتل چې په نيمروز کې د دولتي پوهنتون په جوړولو سره لسګونه ځوانان له بې برخليکه حالت نه وژغوري.

د نيمروز د پوهنې رياست تخنيکي او مسلکي مسوول عبدالهادي بيدار د دې پخلى وکړ چې د دولتي پوهنتون د نشتوالي په سبب ځوانان اړ کېږي چې د دولسم ټولګي له پاى ته رسولو وروسته وزګار پاتې شي.

هغه زياته کړه چې ګڼ ځوانان د زده کړو د دوام لېوال دي، خو نورو ولايتونو ته د تګ توان نه لري، ددې ترڅنګ د لارو په اوږدو کې امنيتي مسايل ددې سبب شوي چې ډېر کم شمېر ځوانان د تحصيل د دوام لپاره نورو ولايتونو ته ولاړ شي.

بيدار وويل چې د پوهنتون منظوري يې اخيستې، خو دا موضوع د بوديجې د نشتوالي په سبب ځنډېدلې ده.

په ورته وخت کې د نيمروز د پوهنې رياست د پلان مدير عتيق الله نورزاد هم وويل، ټاکل شوې وه چې د روان کال په لومړيو کې پوهنتون جوړ شي، خو د بوديجې او بهرنيو مرستو د نشتوالي په سبب په نيمروز کې د دولتي پوهنتون د جوړېدو کار وځنډېد.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.