ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او کونړ کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او پاکستان ضد لاریونونه وشول

هلمند او کونړ کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او پاکستان ضد لاریونونه وشول

author avatar
14 Jun 2016 - 14:16
هلمند او کونړ کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او پاکستان ضد لاریونونه وشول
author avatar
14 Jun 2016 - 14:16

لښکرګاه- اسعداباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۵): په هلمند او کونړ ولايتونو کې سلګونو کسانو د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاريونونه وکړل.

په هلمند او کونړ ولايتونو کې ځینو کسانو وروسته تر هغه پر لاريون لاس پورې کړ چې پرون او وړمه ورځ په تورخم کې د افغان امنيتي او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې وشوې.

په دې نښتو کې دوه افغان سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي او ١٨ نور سرتېري ټپيان دي.

دغه راز نا تاييد شوي راپورونه وايي چې په دې نښتو کې د پاکستان لوري شاوخوا شل سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

ديادو نښتو په غبرګون کې نن په هلمند او کونړ ولايتونو کې سلګونو کسان د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان په ضد لاريون وکړ.

په هلمند ولايت کې د لاريون يو تن تنظیمونکي مدني فعال مطیع الله مطیع پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې لاريون کې د مرکز لښکرګاه يواځې د بست کلا اوسيدونکو ګډون کړى دى.

هغه وويل چې دغه لاريون کوونکي د امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي.

دى وايي: ((د پاکستان هېڅ ډول تېرى موږ ته د منلو وړ نه دى که حکومت غوښتنه وکړي زرګونه ځوانان به د امنيتي ځواکونو په ملاتړ تورخم ته ولاړ شي.))

ده زياته کړه چې حکومت دې دغه مسئله جدي ونيسي او له ملګرو ملتونو دې وغواړي تر څو پاکستان د ترهګر هېواد په توګه وپېژني.

د يادو لاريون کوونکو شمېر چې څه باندې دريو سوو ته رسېده، ملي بيرغ او د کاغذ پر مخ د پاکستان پر ضد ليکل شوي شعارونه يې له ځان سره لېږدول.

يوه لاريون کوونکي شاه جهان پژواک ته وويل: ((زما ټوله کورنۍ په دې تمه ده چې څه وخت حکومت د پاکستان پر وړاندې د جګړې عمومي امر کوي تر څو موږ ټول په کې ګډون وکړو.))

هغه وايي چې پاکستان يو بې تاريخه او مزدور هېواد دى او دې ته هېڅکله د منلو نه ده چې دغه ډول يو هېواد دې پر افغانستان بريد وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.