ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې درې ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

خوست کې درې ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

author avatar
15 Jun 2016 - 13:15
خوست کې درې ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
author avatar
15 Jun 2016 - 13:15

خوست ښار (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥): د خوست د عامې روغتيا رياست له لوري شاوخوا درې ټنه بې کيفيته، تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي په عام محضر کې وسوځول شول.

د خوست والي حکم خان حبيبي د غبرګولي په ٢٦مه د يادو توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد درمل او خوراکي توکي د تېرې يوې مياشتې په موده کې د خوست ښار له مختلفو درملتونونو او هټيو راټول شوي وو.

نوموړي د عامې روغتيا رياست مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې ښار کې بې کيفيته او تاريخ تېر درمل او نور خوراکي توکي وپلوري.

والي حبيبي زياته کړه: ((له ټولو هټيوالو، د درملتونونو له مالکينو او نورو سوداګرو مې جدي هيله ده چې غير معياري توکي، تاريخ تېر او بې کيفيته درمل ونه پلوري او که بيا هم په دې برخه کې څوک ونيول شو، نو قانوني چلند به ورسره وشي.))

د خوست د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل وويل چې د دوی د پلټنې ډله اوس هم د خوست ښار په درملتونونو او هټيو باندې ګرځي، بې کيفيته او تاريځ تېر درمل او خوراکي توکي راټولوي.

نوموړی زياتوي: ((موږ به د خپلې لايحې اړوند دغه لړۍ ولسواليو ته هم وغځوو او هيچا ته به اجازه ورنه کړو چې بې کيفيته او په تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وپلوري.))

بل پلو د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا شکايت کوي چې دغه کار يوازې نمايشي بڼه غوره کړې، خو د عامې روغتيا سرپرست بيا ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې د دوی اراده جدي ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.