ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستانيانو په ګډون د داعش ٢١ وسله وال وژل شوي

د پاکستانيانو په ګډون د داعش ٢١ وسله وال وژل شوي

author avatar
15 Jun 2016 - 10:43
د پاکستانيانو په ګډون د داعش ٢١ وسله وال وژل شوي
author avatar
15 Jun 2016 - 10:43

جلال اباد (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار  ولايت چارواکي وايي چې د هوايي بريد په ترڅ کې د ځینو پاکستانيانو په ګډون د داعش ٢١ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې د اچين ولسوالۍ د کرکنۍ په سيمه کې شوى و.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريدونه کړي چې  په پايله کې يې ٢١ داعشي وسله وال وژل شوي دي.

د خوږياڼي په وينا، په وژل شوو کسانو کې د داعش يو شمېر مهم غړي او پاکستاني وسله وال شامل دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.