ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکوي

ناټو په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکوي

author avatar
15 Jun 2016 - 22:38
ناټو په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکوي
author avatar
15 Jun 2016 - 22:38

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۵): د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پریکړه وشوه، چې دغه سازمان به په افغانستان کې خپل نظامي حضور او دروزنې ماموریت ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه،   د ۲۰۱۶ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت چې، دوه  کاله مخکې پیل شوی و، پای ته ورسیږي.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې پریکړه وشوه، چې په افغانستان کې به د روزنې ماموریت په ۲۰۱۷ کې هم ادامه ورکوي.

د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ تر یادې غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د سازمان ګڼ شمیر غړو هیوادونو ژمنه وکړه، چې خپل سرتیري به دروزنې په ماموریت کې پاتې کوي.

هغه زیاته کړه، چې د سازمان ټولو غړو هیوادونوله افغانانو سره د خپلو مرستو او همکاریو پر ادامې هم ټینګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.