واشنګټن (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٥): امريکا د تورخم په جګړه کې پر اوښتې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې او له دواړو لورو يې غوښتي چې دغه کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.
د روانې اوونۍ په پيل کې وروسته له هغه په تورخم کې جګړه رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د دروازې جوړولو هڅه وکړه او د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.
په دې جګړه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او تېره شپه د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ له خبرو اترو وروسته هلته اوربند شوى دى.
امريکا د تورخم پر جګړې او رامنځته شوې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې او له دواړو هېوادونو يې غوښتي ، چې د کړکېچ کمولو لپاره هڅې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د تورخم پر شخړې او هلته د درنو وسلو پر کارولو اندېښنه څرګنده کړه.
هغه زياته کړه:((موږ معلومات ترلاسه کړي چې په دې شخړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.))
کربي د افغانستان او پاکستان له چارواکو غوښتي چې پر يادې شخړې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې هوار کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن