کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٥): ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو مهالوېش د معلومولو لپاره د ټاکنو کمېسيون د چمتووالي په غبرګون کې ويلي، چې دغه کمېسيون د نوو کمېشنرانو تر معرفي کولو پورې د دغه کار واک نه لري.
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، حکومت هيله درلوده چې پارلمان به د دوى کار يو ګام نور هم پر مخ بوځي او د ټاکنو د ترسره کولو له لړۍ سره به مرسته وکړي.
نوموړي د ولسي جرګې له لوري د ولسمشر تقنيني فرمان ردولو ته په اشارې سر وويل: "د پارلمان دغه ګام له بده مرغه موږ نور هم يو ګام شاته بوتلو او دا کار د دې لامل کېږي چې د ټاکنو لړۍ يو څه ځنډنۍ شي، خو د ټاکنو لړۍ اصل به هيڅکله هم ونه درول شي."
خو مرتضوي څرګنده کړه چې حکومت له بېلابېلو لارو د ټاکنو په ترسره کولو باندې فکر کوي.
د ولسمشر مرستيال وياند وويل: "حکومت د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې په پام کې نيولې او دغه کار اوسمهال له سياسي ګوندونو، حقوقپوهانو، او مدني بنسټونو سره يو ځاى څېړل کېږي، څو په کوم ميکانېزم سره د ټاکنو کارونه يو ځل بيا پيل کړي."
د هغه په وينا، د ټاکنيزو کمېشنرانو د غوراوي کمېټې جوړښت مشخص نه دى او که چېرې د تقنيني فرمان برخلک روښانه شوى واى، نو دغې کمېټې به ژر تر ژره د نوو ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو ټاکنې لپاره خپل کارونه پيل کړي واى.
مرتضوي د ټاکنو کمېسيون د تېرې ورځې د اعلاميې په غبرګون کې وويل: "د نوو کمېشنرانو له ټاکلو وروسته دا بيا د نوي کمېسيون واک دى، څو د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي."
د ټاکنو کمېسيون په دغه اعلاميه کې ويلي و، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د ترسره کولو ورځې په توګه د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې ٢٤ مې نېټې ټاکلو وروسته بايد له قانون سره سم له دغه تاريخ ١٢٠ ورځې وړاندې ټاکنيز مهالوېش اعلان شوى واى او له همدې امله په پام کې لري چې په دې اړه ډېر ژر هېوادوالو ته معلومات وړاندې کړي.
مرتضوي د يادې خبري ناستې په پايله کې تورخم کې د افغان او پاکستان امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې ته په اشارې سره وويل:" د ډيورنډ په کرښه که هر څومره هم د کړکېچ شاهدان اوسو، هغومره ترهګرې ډلې له يادو تشو ګټه اخلي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زيان اړوي. پر پولې کړکېچ دواړو هېوادونو ته اقتصادي زيانونه اړوي ، ناوړه پايلې لري او د سوداګرو سوداګريز توکي درول کېږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن