ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو د کهمرد ولسوال ووژل شو

د باميانو د کهمرد ولسوال ووژل شو

author avatar
16 Jun 2016 - 11:06
د باميانو د کهمرد ولسوال ووژل شو
author avatar
16 Jun 2016 - 11:06

باميان (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٥): د باميانو د کهمرد ولسوال وژل شوی، خو د وژنې لامل يې تر اوسه نه دى څرګند شوى.

د باميانو  والي محمد طاهر زهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کهمرد ولسوال هادي سيغاني تېره شپه شاوخوا نهه بجې بجې د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ په سوخته چنار سيمه کې خپل کور ته د را ستنېدو پر مهال وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې د دې قضيې په تړاو د ولسوال دوه ساتونکي نيول شوي او د ولسوال د وژنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دې.

د باميانو د امنيت امر سمونوال محمد علي لکزي وويل چې ښايي طالبان په دې وژنه کې لاس ولري، خو د موضوع د لا روښانتيا لپاره يې څېړنې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.