ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د تورخم د ستونزې له امله افغان سوداګرو ته هره ورځ کابو لس ميليونه ډالره زيان اوړي”

“د تورخم د ستونزې له امله افغان سوداګرو ته هره ورځ کابو لس ميليونه ډالره زيان اوړي”

author avatar
16 Jun 2016 - 17:36
“د تورخم د ستونزې له امله افغان سوداګرو ته هره ورځ کابو لس ميليونه ډالره زيان اوړي”
author avatar
16 Jun 2016 - 17:36

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، په تورخم بندر کې د راولاړې شوې ستونزې له امله، افغان سوداګرو ته هره ورځ کابو لس ميليونه ډالره زيان اوړي.

د دې خونې د عامه اړيکو مسوول صيام الدين پسرلي، پژواک خبري اژانس ته وويل، له کومې ورځې راهيسې چې د تورخم دروازه بنده شوې، هلته د کرښې په دواړو غاړو کې شته هټۍ او ګودامونه تړل شوي او هم د سوداګريزو شرکتونو چارې په ټپه ولاړې دي.

د روانې اونۍ په پيل کې، وروسته له هغه په تورخم کې جګړه رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د دروازې جوړولو هڅه وکړه او د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه. په دې جګړه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، تېره شپه د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ له خبرو اترو وروسته اوربند شوى دى.

د پسرلي په وينا، له کرښې اخوا د افغان سوداګرو زرګونه کانټينر او موټر چې بېلابېل غذايي او نور مواد په کې بار دي، ولاړ دي او زياتره توکي يې خرابه شوي او هم په هر کانټينر د ورځې سل ډالره لګښت راځي.

ده زياته کړه، افغان سوداګر خپل صادرات زياتره د کراچۍ له لارې ترسره کوي، چې اوسمهال د تورخم په بندېدو سره، دا چار هم په ټپه ولاړ ده.

دى وايي: "په هېواد کې دننه بيې له ٢٥ تر ٣٠ سلنې لوړې شوي، ان ځينو لرو پرو ولايتونو ته مواد نه رسېږي، ځکه مواد ورو ورو کمېږي او افغانستان يو وارداتي هېواد دى، خپل د ضرورت وړ مواد را واردوي؛ نو که يوه ورځ هم واردات بند شي، نو په داخل کې مواد خلاصېږي او موږ سړې خونې هم نه لرو، چې وارد شوي توکي په کې وساتل شي."

پسرلى زياتوي: "نو که پورته ټول موارد حساب شي، په اټکلي توګه افغان سوداګرو ته هره ورځ   شاوخوا لس ميليونه ډالره زيان اوړي."

ده زياته کړه، له همدې امله سوداګر هڅه کوي  چې له تورخمه خپل مالونه وباسي، ځکه هغوى په دې فکر کې دي، که جګړه زور واخلي، نو فابريکې او ګودامونه به يې وسوځول شي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامه اړيکو مسوول له افغان سوداګرو وغوښتل، چې د تورخم په بديل فکر وکړي او له نورو هېوادونو څخه خپل صادرات او واردات ترسره کړي، ځکه که پاکستان سره تجارت دوام پيدا کړي، نو د دې احتمال شته چې تر ډېر ډېر لوى خطرونه د پاکستان له خوا افغان تجارانو ته وارد شي.

نوموړي وويل، د افغانستان ٦٠ سلنه واردات د تورخم له لارې کېږي او همدارنګه افغانستان له پاکستان سره هر کال د دوه نيم ميليارد ډالرو په ارزښت سوداګري لري. دغه راز د تورخم له لارې هره ورځ يونيم زر تر دوه زره موټر تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.