ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د کابل د طب پوهنځي يو محصل ووژل شو

غور کې د کابل د طب پوهنځي يو محصل ووژل شو

author avatar
16 Jun 2016 - 13:02
غور کې د کابل د طب پوهنځي يو محصل ووژل شو
author avatar
16 Jun 2016 - 13:02

فيروزکوه (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٥): غور ولايت کې ناپېژاندو وسله والو د کابل د طب پوهنتون يو محصل وژلى دى.

 د غور ولايت د دولتيار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار سيد ضياء د پنجشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد محصل عبدالکريم نومېده او پرون شپه ٢:٣٠ بجې چې کله يې د دولتيار ولسوالۍ په باريکي کلي کې د خور له کور بهر اودس کاوه، د ناپېژاندو وسله والو له لوري پر ډزو ووژل شو.

 هغه زياته کړه: " عبدالحکيم د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د دويم کال محصل و، چې تازه له پوهنتون څخه کور ته په رخصتۍ راغلى و."

 د دولتيار ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل  چې د وسله والو مخالفينو اصلي موخه د ده ورور (امنيه قوماندان) د نداى زن موسسې مشر نصرالله نصرتيار و، چې ياد محصل د تېروتنې په حال کې د بريد موخه ګرځېدلى دى.

 نوموړي په دې اړه چې د هغه ورور له دغه محصل سره څه اړيکه لري؟ څه ونه ويل.

 ياد امنيتي چارواکې په دې اړه د پوليسو د څېړنو د پيل خبر ورکړ.

 د ياد محصل يوه خپلوان عبدالرووف حميدي وويل: "عبدالحکيم د خپلې خور په کور کې مېلمه و، کله چې سهار مهال د اودس کولو په موخه د خپلې خور له کوره وتلى، د ناپېژاندو وسله والو له لوري پرې بريد شوى او وژل شوى دى."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.