ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : په هلمند کې د وژل شوو خبريالانو دوسيې به له سره وڅېړل شي

والي : په هلمند کې د وژل شوو خبريالانو دوسيې به له سره وڅېړل شي

author avatar
16 Jun 2016 - 14:36
والي : په هلمند کې د وژل شوو خبريالانو دوسيې به له سره وڅېړل شي
author avatar
16 Jun 2016 - 14:36

لښکرګاه(پژواک،۲۷غبرګولی۹۵): د هلمند والي وايي چې په دې ولايت کې به د وژل شوو خبريالانو دوسيې له سره وڅېړل شي او عاملين به يې قانون ته وسپارل شي.

په هلمند ولايت کې شاوخوا اته کاله وړاندې د پژواک خبري اژانس خبريال عبدالصمد روحاني او د نيويارک ټايمز خبريال نور احمد نوري په مرموز ډول و وژل شول.

دغه راز په دې ولايت کې د هلمند د ملي راډيو تلوېزيون خبريال عبدالهادي همدرد د ماين په چاودنه کې او د نظرمحمد مجنونيار په نوم يو تمثيل کوونکى د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې و وژل شول.

د يادو کسانو په ياد نن( د غبرګولى په٢٧مه) په مرکز لښکرګاه کې د خبريالانو له لوري غونډه جوړه شوې وه چې د والي، استيناف څارنوال او د ملي امنيت د رييسانو ترڅنګ يو شمېر نورو دولتي چارواکو هم په کې ګډون درلود.

په دې غونډه کې د هلمند د خبريالانو د ټولنې مشر زين الله ستانکزي وويل چې د يادو خبريالانو دوسيې بايد وڅېړل شي او عاملينو ته يې له قانون سره سم سزا ورکړل شي.

ستانکزى وايي: (( دا چې تر اوسه د يادو قربانيانو دوسيې نه دي څېړل شوي، نو له امله يې ډيرى خبريالان تر فشار لاندې دي او سم کار نه شي کولى.))

هغه شکايت وکړ چې په دې ولايت کې يو شمېر دولتي ادارې له خبريالانو سره په وخت او کره معلومات نه شريکوي.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون له مخې، ټولې دولتي ادارې اړ دي چې له همدې قانون سره سم له خبريالانو سره معلومات شريک کړي.

په ياده غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل د خبريالانو کړنۍ وستايلې او زياته يې کړه چې په دې ولايت کې له ډيرو ستونزو سره سره خبريالانو بيا هم د اداري فساد، د نشه يي توکو د قاچاق، په امنيتي او نورو برخو کې کره او په وخت راپورنه خپاره کړي دي.

نوموړي وويل چې ولايتي شورا د دوی د خونديتوب او کار ملاټرکوي او له عدلي ارګانونو څخه د وژل شويو خبريالانو د دوسيو د بيا څېړلو غوښتنه کوي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به د وژل شويو خبريالانو د وژنو دوسيې له سره وڅېړل شي.

ده وويل چې معلوماتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د امنيت  د خونديتوب په برخه کې به هم اړين ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.