ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : لوګر کې اته طالبان وژل شوي

چارواکي : لوګر کې اته طالبان وژل شوي

author avatar
16 Jun 2016 - 14:38
چارواکي : لوګر کې اته طالبان وژل شوي
author avatar
16 Jun 2016 - 14:38

پل علم(پژواک،٢٧غبرګولى٩٥):د لوګر چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اته طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د غبرګولي په٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د الوزيو سيمې پر سرى سنګ پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، جګړې شاوخوا يو ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې يې اته طالبان و وژل شول او لس نور ټپيان شول.

ده وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د عبدالرحيمزي د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې يو سراچه موټر، يو ميل راکټ، يو ميل کلاشينکوف او دوه پايې مخابرې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د الوزيو د سيمې يوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک ته وويل: (( له پېشلمي وروسته دلته سخته جګړه شروع شوه، بيا نو تر سهاره چا له ډاره خوب ونه کړ.))

هغه په جګړه کې د ښکيلو لوريو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو زياته يې کړه چې د ډزو له امله د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په لوګر کې د سيمه ييزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٤٠ په شاوخوا کې طالبان وژل شوي او  ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.