ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترينکوټ – دهراوود لاره خلاصه شوه

author avatar
17 Jun 2016 - 14:13
author avatar
17 Jun 2016 - 14:13

ترينکوټ (پژواک ، ٢٨غبرګولى ٩٥) : د اروزګان د مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ لويه لار چې له درې مياشتو راهيسې د ترافيکو پرمخ د وسله الو طالبانو له خوا تړل شوې وه خلاصه شوه .

د اروزګان چارواکي وايي چې دغه لاره د لس ورځو پرله پسې عملياتو په ترڅ کې تېره ورځ ناوخته خلاصه او عمليات پاى ته ورسېدل .

 نن په دې اړه په ترينکوټ کې د امنيتي مسوولينو له خوا مطبوعاتي ناسته جوړه شوې وه، چې په کې  د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي وويل چې افغان ګډو ځواکونو ديادې  لارې د خلاصولو په موخه پراخ عمليات پيل کړل چې پرمهال يې د کورنيو او بهرنيو طالبانو هغه لسګونه کمربندونه چې د لارې په بېلابېلو سيمو کې جوړ شوي و، له منځه يوړل شول .

صميمي وايي، په دغو عملياتو کې چې د دهراوود د لويې لارې د (مورچې) په سيمه کې ترسره شول  ۱۷ طالبان ووژل شول او ۲۵ نور ټپيان شوي دي .

قومندان زياته کړه چې وروسته د امنيتې ځواکونو له خوا د لارې پرسر هغه لسګونه کړۍ ماينونه هم له لرې او شنډ شول چې د طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوي و.

نوموړى وايي چې دا مهال د اروزګان مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ لويه لاره په بشپړ ډول  د ترافيکو پرمخ خلاصه ده او له تېرې ورځې راهيسې له دواړو خواو څخه لسګونه لوی او واړه موټر پرې تګ راتګ کوي.

  امنيه قوماندان وويل چې څو ورځې وړاندې سلګونو وسله والو طالبانو ددې ولايت پر چارچينو ولسوالۍ پراخ بريدونه وکړل او غوښتل يې چې دغې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو د طالبانو دغه پراخ بريد ددوى له سخت مقاومت سره مخ شو او هغوى خپلو موخو ته ونه رسېدل .

 صميمې وايي چې دوى په پلان کې لرې ترڅو د دې ولايت هغه لويې لارې چې دامهال له ولسواليو سره تړلې دي پرانيزي او ډير ژر به ددغو لارو د خلاصون په موخه عمليات هم پيل شي.

د اروزګان امنيه قوماندان وويل چې اوس مهال د ټول ولايت امنيتي وضعه د پخوا په پرتله ښه شوي او دغه راز د بهرنيو ځواکونو مرسته هم ددې لامل شوې چې له دوى سره د عملياتو د برياليتوب او د طالبانو د ځپلو په برخه کې مرسته وکړي.

په دغه مطبوعاتي ناسته کې د ۲۰۵ اتل قول  اردو مرستيال جنرال سيداقا هم وويل چې ملی اردو له پوليسو سره په عملياتو کې برخه اخلي چې دا کار د طالبانو د ځپلو په برخه کې ګټور تمام  شوى .

دغه چارواکى وايي چې اوس مهال د دې ولايت امنيتي حالت ښه دى او ډير ژر به له پوليسو سره په ګډه د هغو ولسواليو د لويو لارو د خلاصون په موخه عمليات پيل کړي چې له مرکز ترينکوټ سره بندې دي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.