ترينکوټ (پژواک، ٢٨غبرګولى ٩٥) : په اروزګان کې د ترينکوټ - د هراوود پر لويه لار د ماين د چاودنې له امله يوولس عامو وګړو مرګ ژوبله واوښته .
د دهراوود امنيه قوماندان دويم څارن شاه محمد د غبرګولي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار نهه بجې پر ياده لار د ملکي وګړو پر موټر شوې ده .
هغه وويل چې د ملکي وګړو يو لنډکروز موټر له دهراوود ولسوالۍ څخه د اروزګان مرکز ترينکوټ ته روان و چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوي د سړک د غاړې ماين پرې چاودنه کړې .
ده زياته کړه چې په دې چاودنه کې موټر چلوونکى وژل شوى او لس نور عام وګړي ټپيان دي .
د نوموړي په وينا، کېداى شي په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وي .
هغه وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
خو د دهراوود يوه اوسېدونکي او د ولايتي شورا مخکني غړي جان محمد کريم پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه موټر چلوونکى وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي .
هغه زياته کړه چې چاودنه د سړک د غاړې ماين له امله رامنځته شوې ده .
ددولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن