کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): پخوانى ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي د تورخم په شخړه کې د افغان ځواکونو مېړانه ستايلې او زياته کړې یې ده چې د پاکستان استخباراتي اداره غواړي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک سره وجنګوي.
تېره اونۍ وروسته له هغه د ډيورنډ پر فرضي کرښه تورخم کې نښته وشوه، پاکستان هلته د دروازې درولو هڅه وکړه، خو د افغانستان ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه، پر دې مهال د دريو ورځو لپاره د دواړو لورو ترمنځ نښته هم وشوه.
په دې نښتو کې د افغانستان او پاکستان يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
د تورخم لاره تر شپږو ورځو بندېدو وروسته نن د اسناد لرونکو خلکو او سوداګريزو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د پخواني ولسمشر او جهادي رهبر حضرت صبغت الله مجددي له خوا د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د تېر په څېر يو ځل بيا پر افغانستان د تېري ناوړه هڅه وکړه.
مجددي د تورخم د ستونزې پر مهال د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د مېړانې ستاينه کړې او د پاکستان د تېري پر وړاندې د افغان ځواکونو غبرګون يې د پاکستان لپاره د عبرت درس ګڼلى دى.
هغه زياته کړه: ((ما پخوا هم ويلي، اوس يې هم وايم، چې د پاکستان استخباراتي اداره اى اېس اى د افغانستان د ټولو ناخوالو او بدختيو مسووله ده، دغه اداره اوس غواړي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ولسونه سره وجنګوي.))
د مجددي په وينا، دغه استخباراتي اداره نه يواځې افغانانو، بلکې د خپل هېواد ولسونو ته يې هم ستونزې جوړې کړې دي.
هغه ويلي چې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال پاکستان له مجاهدينو سره د همکارۍ له نومه په استفادې سره په ډېرو برخو کې د افغانستان خاورې ته ننوتلی او اوس بايد افغانان په اتحاد او اتفاق سره له پاکستانه خپله خاوره بېرته ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن