ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان پلاوى د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي

افغان پلاوى د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي

author avatar
18 Jun 2016 - 17:33
افغان پلاوى د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي
author avatar
18 Jun 2016 - 17:33

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): ټاکل شوې ده، چې پر تورخم ستونزې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت  د سياسي مرستيال په مشرۍ افغان پلاوى د دوشنبې په ورځ  اسلام اباد ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ٢٩مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پلاوى د بهرنيو چارو وزارت دسلاکار سرتاج عزيز په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.

سرچينې زياته کړې، د افغان پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى کوي.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ د ډيورنډ پر فرضي کرښې د پاکستان له خوا د دروازې لګولو هڅه شوې وه، چې د افغان ځواکونو لخوا يې مخه ونيول شوه، پر دې مهال ددرېيو ورځو لپاره د دواړو لوريو ترمنځ نښته هم وشوه.په دې نښتو کې دافغانستان او پاکستان يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

دوه ورځې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حينف اتمر سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال هغه او صلاح الدين رباني ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې وه، څو د تورخم پر شخړې خبرې وشي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پژواک ته ويلي و، د افغانستان حکومت پرېکړه کړې، چې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په کچه يو پلاوی اسلام اباد ته ولېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اسلام اباد ته د افغان پلاوي د راتګ هرکلى کړى او ويلي يې دي، چې دوى له افغانستان سره د اړيکو د ښه والي، سولې او پخلاينې لپاره هر اړخيزو خبرو اترو ته لېواله دي.

سرچينې زياته کړې، پاکستان او افغانستان ٢٦٠٠ کيلومتره اوږده پوله لري او د دې پولې له ناسم کنټرول څخه وسله وال ناوړه ګټه پورته کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې پولې د چارو د  ښه کنټرول لپاره دوى نوى سيستم رامنځ ته کړى او پر افغانانو يې د ويزې او پاسپورټ محدويتونه وضع کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.