غزني ښار (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو د غزني لپاره د طالبانو والي له دريو نورو ملګرو سره وژلى، خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.
د کورنيو چارو وزارت له لوري د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.
د سرچينې په حواله چې په دغو بريدونو کې د غزني لپاره د وسله والو طالبانو والي ملا قاسم له خپلو دريو نورو ملګرو سره وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د اب بند ولسوالۍ په پاينده خېلو سيمه کې هوايي بريدونه شوي دي.
خو هغه وايي چې په يادو بريدونو کې د وسله والو طالبانو سرګروپ ملا قاسم وژل شوى دى.
د پاينده خېلو کلي اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې سخت هوايي بمبار وشو.
هغه وايي چې په دغه بمبار کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د اب بند ولسوالۍ په هوايي بمبار يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.
مجاهد دا وويل چې طالبانو په اب بند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې ٧ سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
خو امنيتي چارواکو بيا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن