کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): پاکستان د طالبانو وژل شوي مشر ملا اخترمحمدمنصور ته د جعلي اسنادو جوړولو په تور نيول شوي څلور چارواکي خوشې کړي دي.
ملا اخترمحمد منصور د روان لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه، د پاکستان د بلوچستان ايالت په نوشکي سيمه کې د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريد کې ووژل شو.
د هغه تر وژل کېدو وروسته، داسې راپورنه او اسناد خپاره شول، چې ملا منصور د ولي محمد په نامه د پاکستان تذکره (شناختي کارډ) او پاسپورټ درلود او پر دې اسنادو يې ګڼ شمېر هېوادونو ته سفرونه هم کړي وو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت، هغه مهال د دې موضوع د پلټنو امر کړى و، چې څه ډول د طالبانو مشر ته جعلي اسناد جوړ شوي وو.
په اسلام اباد کې د پلټنو مرکزي ادارې (اېف اي اى) ملا اخترمحمد منصور ته د اسنادو جوړولو په تور د ځينو متقاعدو شويو کسانو په ګډون اوه دولتي لوړپوړي مامورين نيولي وو.
پاکستانيو رسنيو د غبرګولي په ٢٩مه، د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې د بلوچستان ايالت محکمې له نيول شويو کسانو څخه څلور تنه په ضمانت خوشې کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن