ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ځواکونو ته پر وسلو او کمرو سمبال پنځه نورې چورلکې ورکړل شوې

افغان ځواکونو ته پر وسلو او کمرو سمبال پنځه نورې چورلکې ورکړل شوې

author avatar
19 Jun 2016 - 12:28
افغان ځواکونو ته پر وسلو او کمرو سمبال پنځه نورې چورلکې ورکړل شوې
author avatar
19 Jun 2016 - 12:28

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې د امريکا له خوا نوې سپارل شوې چورلکې به د ځمکنيو ځواکونو په محاربوي عملياتو کې مرسته وکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت  وزيري د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د امريکا له خوا د افغانستان وسله وال پوځ ته پنځه نوې اېم ډي ٥٣٠ ډوله چورلکې ورکړل شوې.

هغه زياته کړه چې دغه نوې چورلکې به د افغانستان د ملي ځواکونو د ځمکنيو قواوو محاربوي عملياتو کې مرسته وکړي.

د جنرال وزيري په وينا، امريکا تر دې مخکې هم دا ډول ګڼ شمېر چورلکې د ملي دفاع  وزارت ته ورکړې دي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو مياشتو کې نورې هم ورکړي.

بلخوا د امريکايي ځواکونو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوو چورلکو په سپارلو سره به د افغان ځواکونو وړتياوې زياتې او ځمکنيو عملياتو کې به ترې ګټه پورته شي.

سرچينې زياته کړې چې دا چورلکې په درنو وسلو او کمرو سمبالې دي چې په پخوانيو چورلکو کې دا اسانتياوې نه وې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو چورلکو په سپارلو سره افغان هوايي ځواک سره د دې ډول چورلکو شمېر له ١٣ څخه ١٨ ته لوړ شو.

د امريکا پوځ ويلي چې افغان پيلوټان دا چورلکې په ډېره ښه توګه الوځوي او د عملياتو پر مهال ترې ګټه پورته کوي.

سرچينې ويلي چې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به د افغانستان هوايي ځواک ته نهه نورې اېم ډي ٥٣٠  چورلکې ورکړل شوې چې ټول شمېر يې ٢٧ ته رسېږي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.