د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

الياس وحدت د پکتيکا د نوي والي په توګه ټاکل شوى

الياس وحدت د پکتيکا د نوي والي په توګه ټاکل شوى

Jun 19, 2016 - 16:43

ښرنه (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې الياس وحدت د پکتيکا د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

د دې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غه فرمان د ولسمشر اشرف غني له خوا لاسليک شوى او ټاکل شوې چې دا فرمان نن شپه په رسمي توګه اعلان شي.

تردې وړاندې امين الله شارق د پکتيکا د والي په توګه کابو ١٣ مياشتې دنده ترسره کړه.

دغه راز د پکتيکا ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د شارق له قوله راغلي، چې تبديلي د ولسواکۍ او ښې حکومتولۍ اصل دى، نو د ولسمشر د دې پرېکړې هرکلی کوي.

الياس وحدت د خوست ولايت اوسېدونکی دى او تر دې وړاندې يې د خبريال په توګه په دې ولايت کې فعاليت کاوه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement