هرات (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د ملي اردو يو سرتېرى چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د مرګ او ژوند تر منځ دی، له حکومته د مرستې غوښته کوي.
نعمت الله فرهادي چې د هرات په شينډنډ هوايي ډګر کې د ملي اردو د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله، شپږ کاله وړاندې د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې يې د ملا برخه کې نخاع شوکي زيان لیدلی دی.
نخاع شوکي سپين رنګه رګ ته ورته شی دی چې د ٤٥ سانتي مترو په شاوخوا اوږدوالي سره او انسان د ملا په برخه کې دی.
ياد سرتېرى چې درې کاله د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کړې، اوسمهال له مرګ او ژوند سره لاس او ګرېوان دى.
فرهادي چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هرات په حوزوي روغتون او سره صليب کې بستر دى، له شپږو کلونو درد او رنځ زغملو وروسته اوسمهال رسنيو ته لمن نيولې، څو خپل غږ د چارواکو تر غوږونو پورې ورسوي.
د ملي اردو ياد سرتېري وويل چې شپږ کاله وړاندې له خپلو ملګرو سره يو ځاى د پوځي عملياتو ترسره کولو په موخه د شينډنډ ولسوالۍ زيرکوه سيمې ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې د دوى موټر د وسلوالو مخالفينو د راکټ موخه وګرځېد.
هغه زياته کړه چې د راکټ له لګېدو وروسته نوموړى د درې داخل ته غورځول شوى و او دغه پېښه د هغه د نخاغ شوکي د پرېدو لامل شوه.
نوموړي وويل: "له دې پېښې وروسته د کابل څلورسوه بستريز روغتون کې بستري شوم او له هغه ځايه د ملا عملياتو په موخه ايران هېواد ته د سره صليب له لوري ولېږدول شوم، خو تر اوسه پورې روغ شوى نه يم."
ياد سرتېري پژواک ته وويل چې د ملا له جراحي عملياتو وروسته پنځه کاله په ايران هېواد کې بستر و.
د ملي اردو د ياد سرتېري په وينا، اروپايي هېوادونو ته د کډوالو له تګ سره هغه د خپلې درملنې په موخه خپله ټوله شتمني او مال وپلورل او يوازې له خپلې مور سره له قاچاقي لارې المان هېواد ته کډه شو.
خو د هغه په وينا، الماني ډاکټرانو ورته ويلي چې د ده ناروغي د درملنې وړ نه ده او ځواب يې ورته ورکړى دى.
فرهادي وويل، د الماني ډاکټرانو له ځواب وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو چې په پايله کې تېره يکشنبه د هرات په حوزوي روغتون کې بستر شوى او له هغه وروسته د دغه ولايت سره صليب ته لېږدول شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن