ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دوشي تر باميانو د برېښنا مزي غځولو تړون لاسليک شو

له دوشي تر باميانو د برېښنا مزي غځولو تړون لاسليک شو

author avatar
19 Jun 2016 - 15:58
له دوشي تر باميانو د برېښنا مزي غځولو تړون لاسليک شو
author avatar
19 Jun 2016 - 15:58

کابل(پژواک، ۳۰ غبرګولى ۹۵): د بغلان له دوشي ولسوالۍ تر باميانو د برېښنا مزي د غځولو چارې چې نن يې تړون لاسليک شو، د ١٣٩٨ کال تر ليندۍ مياشتې بشپړې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې يو شمېر خلکو له دې امله اعتراضي لاريونونه وکړل او غوښتنه يې کوله چې د يوې بلې پروژې د ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا مزى د کابل ارغندي ته د پروان د سالنګ پر ځاى د مرکزي ولايتونو له لارې وغځوي.

 ولسمشر د دې ستونزې د حل لپاره يو کمېسيون وټاکه. کمېسيون وپتيله چې د ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا مزى دې  د مرکزي ولايتونو پر ځاى د سالنګ له لارې وغځول شي؛ ځکه چې د سالنګ لاره لنډه ده او لږ لګښت پرې راځي.

 د دې تر څنګ  ياد کمېسيون پرېکړه وکړه چې د ملي ګټو د ساتنې او متوازنې پراختيا په موخه دې مرکزي ولايتونو ته د ۲۲۰ کيلو ولټ (ډبل سرکټ) مزی چې د ۳۰۰ ميګاواټه برېښنا د لېږد وړتيا لري د بغلان له دوشي د باميانو ولايت تر مرکز پورې وغځول شي.

له همدې امله نن د دې پروژې تړون د افغانستان د برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري او په افغانستان کې د اسيا پراختيايي بانک مشر توماس پنيلا (Thomas Panella) تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

په دې ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني او ځينې نورو دولتي چارواکيو هم برخه لرله.

د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني وویل، چې دغه پروژه به د روان کال په چنګاښ مياشت کې پيل او د ١٣٩٨ کال په ليندۍ مياشت کې به بشپړه شي.

 د ده په وينا، د برېښنا د لېږد لپاره یو ۲۲۰ کیلو ولټه خط له دوه سرکتونو (double circuit)سره په پام کې نیول شوی دی چې ۳۰۰ میګا واټه برېښنا د بامیانو مرکز ته لېږدوي او د برېښنا د وېش لپاره یو ۳۲ میګا ولټ امپیر او همدارنګه یوه ۲۰ کیلو ولټه د وېش شبکه په پام کې نیول شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۰ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

د اوبو او انرژي وزیر وویل، له یادې اندازې برېښنا څخه د کورونو د رڼا کولو تر څنګ منځنۍ او وړې کارخانې هم په کافي اندازه ګټه اخیستلی شي.

وروسته د اسیا پراختیایي بانک ريیس تامس پنیلا خبرې وکړې او ويې ویل چې د دې زیربنا په جوړولو سره  د برېښنا له نعمت څخه محرومو سیمو ته برېښنا رسېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.