کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): پاکستانيو پوليسو په تېرو درېيو ورځو کې ٣٤٠ افغان کډوال نيولي دي.
د جيو په نامه پاکستانۍ رسنۍ د غبرګولي په ٣٠مه، د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د پوليسو ديوه مشر عباس مجيد په حواله خبر ورکړى چې په تېرو درېيو ورځو کې يې ٣٤٠ افغان کډوال نيولي دي.
هغه زياته کړې چې دا کډوال يې د پېښور ښار له بېلا بېلو سيمو څخه د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيولي چې په دغه هېواد کې يې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.
د نوموړي په وينا چې په پېښور ښار کې به د ناقانونه مېشتو بهرنيو وګړو پر ضد خپلو عملياتو ته ادامه ورکړي.
دا افغانان وروسته له هغه د پوليسو له خوا نيول شوي چې تېره اوونۍ د ډيورنډ پر فرضي کرښې تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ ددروازې درولو پر موضوع نښتې وشوې، چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په پېښور کې د عزيز الله په نامه مېشت يو تن افغان کډوال پژواک ته وويل چې د تورخم تر پېښې وروسته د پاکستانيو پوليسو چلند له افغان کډوالو سره خراب شوى او بې ځايه افغان کډوال ځورول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن