جلال اباد (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې د داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې ٢٧ داعش وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې دغه بريدونه د اچين ولسوالۍ په مامندو، مزدکي، ګيرو او عبدالخېلو په سيمو کې د داعش پر پټنځايونو او ګزمې ترسره شوي دي.
د خوږياڼي په وينا، په دغو بريدونو کې د داعش د يو شمېر بهرنيو غړو په ګډون ٢٧ وسله وال وژل شوي او ملکي وګړو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د ملي دفاع وزارت هم په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش د ګڼو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
سرچينې زياته کړې چې په بريدونو کې د يوې غونډۍ پر سر د داعش يو ميل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن