ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار  اوغزنى کې ١٧ وسله وال وژل شوي

په کندهار اوغزنى کې ١٧ وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Jun 2016 - 10:38
په کندهار  اوغزنى کې ١٧ وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Jun 2016 - 10:38

کندهار، غزنى (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): د کندهار په ميوند ولسوالۍ او دغزنى په ګيلان ولسوالۍ  کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې ١٧ وسله وال وژل شوي .

د ميوند ولسوالۍ امنيه قوماندان سلطان محمد د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو غوښتل د دې ولسوالۍ د بند تيمور سيمې پر امنيتي پوستو بريد وکړي، خو امنيتي ځواکونو ورته کمين نيولى و او پر هغوى يې وار مخکې کړى دی.

هغه زياته کړه، د کمين پر مهال د امنيتي ځواکونو په بريد کې ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

د ده په خبره، په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نوموړي خبر ورکړ چې په دې توګه يې د وسله والو مخالفينو د يوه لوى بريد مخنيوى کړى دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي چې د امنيتي ځواکونو په کمين کې چې وسله والو مخالفينو ته يې نيولى و، ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

خپلواک پژواک اژانس ته وويل، کېداى شي په وژل شوو کې د وسله والو مخالفينو سيمه ييز قوماندانان هم شامل وي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره اوونۍ وسله والو مخالفينو په همدې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کړى و چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

يوې امنيتي سرچينې هغه مهال پژواک ته ويلي و چې په دې جګړه کې ١٥ افغان سرتېري وژل شوي او ٤ ټپيان شوي وو او دغه راز ٣٥ تنه وسله وال مخالفين هم په کې وژل شوي وو.

بند تيمور د ميوند ولسوالۍ هغه نا ارامه سيمه ده چې نه يوازې وسله وال مخالفين په کې فعاليت لري، بلکې د نشه يي توکو د قاچاق مرکز هم دى.

ديوبل خبرله مخې، د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.