ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۰ ورځو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٠ پېښې ثبت شوې دي

په تېرو ۲۰ ورځو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٠ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
20 Jun 2016 - 15:02
په تېرو ۲۰ ورځو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٠ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
20 Jun 2016 - 15:02

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د ازادو رسنيو څار ټولنې روانه مياشت د خبريالانو لپاره تر ټولو سخته مياشت بللې او وايي چې په تېرو ٢٠ ورځو کې د خبريالانو په وړاندې د قتل د دوه پېښو په ګډون د تاوتريخوالي ١٠ پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د ازادو رسنيو د څار ټولنې (نى) مسوول صديق الله توحيدي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په تېرو شلو ورځو کې د ١٠ پېښو ثبت څرګندوي چې په احتمال سره به د روان کال تر پايه پورې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې د پام وړ ډېر والى راشي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي دغو لس پېښو کې دوه قتلونه، د وهلو ډبولو څلور پېښې او د ګواښ څلور پېښې شاملې دي چې د افغانستان د ازادو رسنيو څار ټولنې له لوري په ياده موده کې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ١٦ مه نېټه په هلمند ولايت کې د وسلوالو مخالفينو د بريد په پايله کې د ملي راډيو (NPR) خبريال تمنا او ډيويډ ګيلکي (David Gilkey) ووژل شول.

د افغانستان د ازادو رسنيو څار ټولنې مسوول، په ولايتونو کې له خبريالانو سره د سيمه ييزو چارواکو د نه همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې امنيه قوماندان په ډېرى مواردو کې له خبريالانو سره په ولايتونو کې همکارۍ ته نه حاضريږي، چې دغه کار اطلاعاتو ته د لاسرسي حق قانون خلاف عمل دى.

توحيدي زياته کړه: "کله چې خبريالان د ولايتونو له امنيه قوماندانانو سره اړيکه نيسي، دوى خبريالانو ته د اطلاعاتو له ورکولو ډډه کوي او وايي چې دوى له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لري او رسنۍ بايد د کورنيو چارو وزارت له وياند سره اړيکه ونيسي."

دغه راز هغه وويل چې حکومت په دې وروستيو کې اعلان کړى چې په افغانستان کې بهرني کارکوونکي بايد له کوم ساتونکي پرته له يوه ځاى بل ځاى ته لاړ نشي او زياته يې کړه، چې د حکومت دغې پرېکړې په هېواد کې بهرنيو خبريالانو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

هغه زياته کړه، دا امکان نه لري چې يو بهرنى خبريال د اطلاعاتو راټولولو او راپور چمتو کولو په موخه کوم ساتونکى ولري.

د افغانستان د ازادو رسنيو د څار ټولنې مسوول له حکومت وغوښتل، چې د خبريالانو د امنيت په ټينګښت کې ډېرې هلې ځلې وکړي، څو دوى د اطلاعاتو راټولولو په برخه کې له کومې ستونزې سره لاس او ګرېوان نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.