دوهم تعقيب- کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۵): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په ځانمرګي بريد کې د نيپال هېواد ۱۴ وګړي وژل شوي، څلور افغان ملکي وګړي او پنځه نيپاليان ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د بنايي په سيمه کې د نيپالي وګړو پر موټر ځانمرګی بريد وشو.
د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی او ويلي یې دي چې په ياد بريد کې يې ۱۴ بهرني سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ليکي چې په ياد بريد کې د يادو سرتېرو د سپرلۍ موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.
سرچينې د بريد کوونکو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د کابل د ګڼو بهرنيو موسسو او ادارو ساتونکي نيپالي وګړي دي چې په قراردادي توګه دندې ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن