ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله حبيبي د ملي دفاع وزير شو

عبدالله حبيبي د ملي دفاع وزير شو

author avatar
20 Jun 2016 - 12:45
عبدالله حبيبي د ملي دفاع وزير شو
author avatar
20 Jun 2016 - 12:45

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د  ملي دفاع وزارت لپاره نوماند عبدالله حبيبي د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.

حبيبي د غبرګولي په ١٩ مه د ملي دفاع وزارت د نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شو.

ده نن خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او وروسته ورته د رايو صندوق کېښودل شو.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٢٤ تنه حاضر و او نوماند بايد د برياليتوب لپاره ١١٣ موافقې رايې تر لاسه کړې واى.

حبيبي د ١٦٧ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د جرګې باور خپل کړ او د ملي دفاع وزير شو.

ده د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو څوکيو يې دنده تر سره کړې ده.

د ملي دفاع وزرات تېر کال د تلې په مياشت کې د ملي يوالي حکومت له جوړېدو راهيسې د سرپرست له خوا اداره کېده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.