ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدزمان سنګري د سترې محکمې غړى شو

author avatar
20 Jun 2016 - 12:48
author avatar
20 Jun 2016 - 12:48

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د  سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره نوماند محمد زمان سنګري  د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.

سنګري  نن خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او وروسته ورته د رايو صندوق کېښودل شو.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٢٤ تنه حاضر و او نوماند بايد د برياليتوب لپاره ١١٣ موافقې رايې تر لاسه کړې واى.

سنګري د ١٣٢ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د جرګې  باور خپل کړ .

د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، سنګري په حقوقي برخه کې لوړې زده کړې او د هېواد په قضايي نظام کې  بشپړه کاري تجربه لري.

سنګري د روان کال په وري مياشت کې د ولسمشر د يو حکم له مخې د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره نوماند شو. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.