کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست لپاره نوماند محمدمعصوم ستانکزي د ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه.
ستانکزى د غبرګولي په ١٩ مه د ملي امنيت رياست د نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شو.
ده نن خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او وروسته ورته د رايو صندوق کېښودل شو.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٢٤ تنه حاضر و او نوماند بايد د برياليتوب لپاره ١١٣ موافقې رايې تر لاسه کړې واى.
ستانکزي د ١٦١ موافقو رايو په تر لاسه کولو سره د جرګې باور خپل کړ او د ملي امنيت رياست رييس شو.
محمدمعصوم ستانکزى د تېر کال له غبرګولي مياشت نه د روان کال تر غويي مياشتې د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار کړى .
ستانکزى د تېر کال په چنګاښ مياشت کې د ولسمشر له لوري د ملي دفاع وزارت د نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شو، خو د دې څوکۍ لپاره يې د جرګى د باور رايه تر لاسه نه کړه.
دى د روان کال په غويي مياشت کې د ولسمشر له لوري د ملي امنيت د عمومي رياست د سرپرست په توګه معرفي شو او تر اوسه يې په همدې څوکۍ کار کاوه.
د ملي امنيت رياست وروسته له هغه د سرپرست له خوا اداره کېږي چې د دې رياست پخواني مشر رحمت الله نبيل تېر کال په ليندۍ مياشت کې له دندې استعفى وکړه.
محمد معصوم ستانکزى په ١٩٥٨زېږديز کال په لوګر ولايت کې زېږېدلى دى. لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې بشپړې کړې دي.
د ليسانس دوره يې د مخابرې په برخه کې حربي پوهنتون کې سرته رسولې ده.
دوه ماسټرۍ لري چې يوه په مديريت او اداري علومو او بله د (اوږدمهاله پرمختګ او رغونې فلسفي انجنيري) په برخه کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن