کابل (پژواک،٣١غبرګولى ٩٥): د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنر په ټوله نړۍ کې له افغان کډوالو څخه د دې سازمان ملاتړ اعلان کړ او هغوی ته يې پر وخت د مرستو رسولو په هکله ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي سره، نن په ارګ کې وکتل او له ده څخه يې مننه وکړه، چې د کډوالو په نړیواله ورځ یې افغانستان ته سفر وکړ او دا ورځ یې ونمانځله.
ده د کډوالو د ستونزو په هواري ټينګار وکړ او زياته يې کړه، په ټوله نړۍ خصوصاً پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه باید ملاتړ وشي.
هغه څرګنده کړه، کډوالي نړیواله ستونزه ده او هېوادونه باید په ګډه او هر اړخیزه توګه د هغې د حل په موخه مشخصه برنامه او پلان ولري.
دى وايي، په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنري د دې ستونزې د حل لپاره مناسبې لارې لټولی شي.
اشرف غني له دې امله د ګراندي او د هغه د همکارانو قدرداني وکړه، چې په حساسو شرایطو کې د کډوالو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.
د خبرپاڼې په حواله، فیلیپو ګراندي یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې له افغان کډوالو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کميشنري ملاتړ اعلان کړ او هغوی ته پر وخت د مرستو رسولو په هکله یې ولسمشر ته ډاډ ورکړ.
نوموړي له ولسمشر څخه د افغان کډوالو ستونزو حل ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او ويې ویل، دا سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او د کډوالو د حقونو ملاتړ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن