ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر شوی

هلمند کې له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر شوی

author avatar
20 Jun 2016 - 12:41
هلمند کې له ښځو سره تاوتریخوالی ډېر شوی
author avatar
20 Jun 2016 - 12:41

لښکرګاه (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): په هلمند ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې مخ په ډېرېدو دي او په بېلابېلو برخو کې يې حقونو ته اړينه پاملرنه نه کېږي.

د هلمند د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو د برخې مسوولې فاطمې عابدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال له پيله تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٨ پېښې ثبت شوې دي.

هغې وويل چې له يادو پېښو ځيني يې حل شوې دي او ځيني لا هم په خپل حال پاتې دي.

د هغې په وينا، سره له دې چې په تېرو کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې بې شمېره پروګرامونه ترسره شوي خو د ځايي دودونو، نا امنۍ او بېسوادۍ له امله اوس هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه ده.

د عابدي په خبره، له بل پلوه يو شمېر سړي پر نشه يي توکو روږدي دي چې له امله يې ښځې اړې کېږي څو د کور لپاره نفقه هم پيدا کړي.

هغې زياته کړه: ((دا د يوې ښځې لپاره ډېره سخته ده چې د خاوند په شتون کې د کور لپاره، هم د کور او هم د بيرون کار وکړي، داسې حالات پر ښځو ډېر فشار راوړي.))

عابدي اندېښنه وښوده چې اوس هم په يو شمېر سيمو کې ځيني کسان خپل کم عمره لوڼې د پيسو لپاره د پاخه عمر او يا هم پر نشه يې توکو روږدو کسانو ته ودوي.

دغه راز په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر بلال احمد صديقي هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

صديقي زياتوي: ((ډېرې ښځې همدا اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو دوى حد اقل دومره هم نه شي کولاى چې خپل مشکلات له موږ سره ثبت کړي.))

هغه هم نا امني، پر نشه يي توکو روږدېدا، سيمه ييز دودونه او ناپوهي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوى لاملونه په ګوته کړل.

ده وويل: ((همدا اوس اړتيا ده چې ډېرو سيمو ته بايد موږ سفرونه وکړو تر څو د ښځو د حقوقو په برخه کې کار وکړو خو د نا امنۍ او ځينو نورو ستونزو له امله دا کار نه شو کولاى.))

د صديقي د معلوماتو له مخې، د هلمند په ډېرو سيمو کې نجونې نه شي کولاى زده کړې وکړي چې دغه کار به يې په راتلونکي کې له سختو ګواښونو سره مخ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.